اجـــــــــرونه (اتمه برخه) 

(۳۶) د هغه چا لپاره چې په مسلمان پرده واچوي، له هغه سره اسانتیا وکړي، تکلیف او مصیبت ترې لیرې کړي څه اجر دی؟

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَنْ نَفَّسَ عَنْ مُؤْمِنٍ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ الدُّنْيَا، نَفَّسَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ، وَمَنْ يَسَّرَ عَلَى مُعْسِرٍ، يَسَّرَ اللَّهُ عَلَيْهِ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا، سَتَرَهُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ».
ژباړه: څوک چې د یو مؤمن نه  د دنیا یو مصیبت او تکلیف لیرې کړي نو الله تعالی به ترې د اخرت یو مصیبت او تکلیف لیرې کړي، څوک چې له ناچاره (تنګ لاسی) سره اسانتیا وکړي الله تعالی به ورسره په دنیا او اخرت دواړو کې اسانتیا وکړي، او څوک چې په یو مسلمان باندې پرده واچوي الله تعالی به په ده باندې په دنیا او اخرت دواړو کې پرده واچوي.

(۳۷) په جومات کې قران کریم د تلاوت او زده کړې لپاره د راټولیدلو څه اجر دي؟
رسول صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: « مَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ اللَّهِ تَعَالَى، يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَيَتَدَارَسُونَهُ بَيْنَهُمْ، إِلَّا نَزَلَتْ عَلَيْهِمُ السَّكِينَةُ، وَغَشِيَتْهُمُ الرَّحْمَةُ، وَحَفَّتْهُمُ الْمَلَائِكَةُ، وَذَكَرَهُمُ اللَّهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ».
ژباړه:نه راټولیږي يو قوم د الله تعالی له کورونو څخه په يو کور کې، چې د الله جل جلاله کتاب لولي او په خپل مينځ کې يې په زده کړه بوخت وي، مګر داچې په هغوی  به د الله جل جلاله له لورې ارام  او ډاډ ناﺯل شي، د الله جل جلاله په رحمت کې به پټ شي، ملائکې به ترې چاپیره شي، او الله جل جلاله به يې د هغه چا په وړاندې يادونه وکړي چې له هغه سره دي (ملائکې).