د مصالحې عالي شورا د مشرتابه درېیمه ناسته

روهي (درې نۍ/۱۶ د مرغومي)، تېره ورځ د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا د مشرتابه درېیمه ناسته تر سره شوه. دغه ناسته کې  سولې بين الافغاني خبرو د دويم پړاو په اړه سلا - مشورې شوې. 

ناسته کې ډاکټر عبدالله عبدالله د حکومت د مرکچي پلاوي په اړه ويلي دي، "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوی د افغان دولت او افغانانو له کلک ملاتړ څخه برخمن دی او په پوره ډاډ سره د سولې خبرو اترو دویم پړاو ته چې ټاکل شوې سبا د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي ګډون کوي." 

ټاکل شوې ده چې نن ورځ به دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د تحريک ترمنځ د سولې خبرو دويم پړاو پيل شي.