روهي (درې نۍ/۱۶ د مرغومي)، د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانانو ترمنځ د خبرو په دویم پړاو کې په پرمخګتونو ټینګار کړی.
خلیلزاد چې د پاکستاني پوځ مشر قمر جاوید باجوه سره تر لیدنې وروسته قطر ته تللی په تازه ټوېټ پیغامونو کې د خبرو د دویم پړاو د پیل لپاره د ټینګار کړی چې باید چټک پرمختګونه پکې رامنځته شي.
نوموړی وایي، چې له باجوه سره یې په لیدنه کې په افغان سوله خبرې کړي او په افغانستان کې وروستۍ هدفي وژنې او تاوتریخوالی یې د اندېښنې وړ بللی او ژر تر ژره یې د اوربند د ټینګیدو غوښتنه کړې.
وروستي