کابل کې د امير عبدالرحمن خان مقبره

اوسپنيز سړی؛ امير عبدالرحمن خان د افغانستان د خپلواکۍ د ستر غازې امير امان الله خان نيکه. د افغانستان دغه امير ۲۱ کاله د لویې افغانستان واکمن وو او هغه وخت د افغانستان پولې تر هندوستان او بخارا غږځېدلې وې.  د امير عبدالرحمن خان واکمني د افغانستان په تاريخ کې بې سارې واکمني وه؛ لاس ته راوړنې او له لاسه ورکونې یې درلودې. نوموړي په تاريخ کې د دېکتاتور امير په حيث ثبت شوی دی. اوسنی نورستان چې هغه وخت د کفرستان په نوم وو، ويل کيږي چې د امير عبدالرحمن په زور پرې اسلام قبول، د کفرستان نوم یې نورستان کړ. د ډيورنډ تپل شوې کرښه هم د امير عبدالرحمن خان د واکمنۍ له پاتې شونو ده. ده په ۱۸۹۳ز کال کې له بريتانوي هند سره د ډيورنډ سند لاسليک کړ او د ستر افغانستان دغه لويه برخه یې له ځان بېله کړه. 

امير عبدالرحمن خان په ۱۹۹۱ز کال کې ومړ. دی د ننني کابل په زرنګار پارک قصر کې چې امير عبدالرحمن خپله جوړ کړی وو، او د ده د خوښې ځای وو خاور ته وسپارل شو. دغه سور رنګه مقبره د کابل په زرنګار پارک کې د امير عبدالرحمن خان قبر دی. دلته  دی دفن دی. دغه ودانۍ له نن نېږدې يوه نيمه پېړۍ وړاندې جوړه شوې ده. کندهاري مهندسانو او انجنيريانو پرې کار کړ او ډېری ساختماني مواد یې له افغانستانه دي. د ودانۍ دننه لومړی پوړ کې په سپينو ډبرو د امير عبدالرحمن قبر دی چې د سپيڅلي قران کريم آيتونه پرې لېکل شوي دي. د افغانستان دا ستر پاچا دلته يوازې دفن دی، په داسې حال کې چې زوی یې امير حبيب الله خان او لمسی يې شاه غازي امان الله خان په ننګرهار کې خاور ته سپارل شوي دي. ښايي ډېری خلک به دا هيله ولري، چې له دغه تاريخي لېدنه وکړي، خو له بدمرغه چې د امنيتي ستونزو له امله دلته عام خلک نه پرېښودل کيږي، او  دا ودانۍ د اوسپنیزو پنجرو په وسيله  بنده شوې ده. 

هغه مهال چې د ارګ ودانۍ نه وه جوړه، امير عبدالرحمن همدلته پاتې کېدو. ده له دغه تاريخي ودانۍ وراېخوا ځيني نورې تاريخي ماڼۍ هم کابل کې جوړې کړې. د کابل ښار اوسنۍ دا تاريخي ودانۍ لومړيو کې له لرګيو جوړه شوه، خو د امير عبدالرحمن خان له مړينې وروسته د هغوی زوی امير حبيب الله خان یې بيا ورغوله او په يو څه اساسي بڼه یې جوړه کړه. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاريخي ابداتو رياست د سروې او مهندسې امر حميد الله عبدالاحدزی د دغه ودانۍ د بڼې په اړه وايي، چې دغه ودانۍ کې کندهارۍ بڼه چې د ابداليانو دورې پوري اړه لري او همدا ډول د مغوليانو د وخت نقاشۍ هم په کې کارول شوې دي. د زرنګار په پارک کې يوازې د امير عبدالرحمن مقبره نه بلکې د امير حبيب الله خان په  وخت کې  ورسره په څنګ کې يو جومات هم جوړ شوی چې تر اوسه شتون لري. د دغه تاريخي ودانۍ په اړه ښاغلي عبدالاحدزی روهي ته وړاندې ويلي.

کابل ښار کې د امير عبدالرحمن مقبره په اسلامي بڼه مهندسي شوې ده، چې له يوې خوا د افغانستان د تاريخ او بلې خوا په افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو ښوودنه کوي. د دغه مقبرې مسوولين وايي چې هر کال، پهزرګونه کورنيو او بهرنيو ګرځدونکو له دغه ودانۍ لېدنه کوله او د افغانستان تاريخ یې په کې مطالعه کولو. هېواد کې د روانې جګړې له امله چې ناامني یې رامنځ ته کړې، د امنيتي مسايلو پر اساس دغه تاريخي ودانۍ اوس مهال د ګرځندويه پر مخ تړل شوې ده. 

د دغه ودانۍ د تاريخي ارزښت په اړه علامه عبدالحبيبي په خپل يو کتاب کې لېکلي دي، چې د امير عبدالرحمن اوسنۍ مقبره او پخوانۍ د ارګ ماڼۍ، د نړۍ د يوولسو ښايسته او زړه نيونکو ودانيو په نوملړ کې راځي. 
 
د دغه قبر لاندې چې پر سر یې د ګلونو ګېډۍ ښکاري، د افغانستان د وخت يو واکمن ښخ دی، چې په تاريخ کې د اوسپنيز سړي او د متمرکز افغانستان بنسټګر شمېرل کيږي. که څه ودانۍ تر يوه بريده روغه پاتې ده خو ځيني برخې خرابې شوې دي او ستره مساله ده، چې د افغانستان دا ژوندی تاريخ د خلک له سترګو پټ ساتل شوی او دروازې یې د د ګرځندويه پر مخ تړل شوې دي.