مير رحمان رحماني: حکومت دې د دولتي ادارو لغوه کول بس کړي 

روهي (دوه نۍ/۱۵ د مرغومي)، د ولسي جرګې رئیس مير رحمان رحماني له حکومت غوښتي دي چې د ځينو دولتي ادارو لغوه کېدل او يا هم په يو او بل کې ادغام او تبديلول دې ودروي. 

رحماني ويلي چې داسې چارې په هېواد کې د بېکارۍ سبب کيږي او له وړاندې افغانستان د هغه هېوادونو په ډله کې دی، چې د بېکارۍ کچه په کې لوړه ده. 

د ولسي جرګې رئیس ويلي چې د حکومت له دندو يوه هم خلکو ته د کار پيل کول دي، خو د ځينو دولتي ادارو د تشکيل په لغوه کېدو سره زرګونه کسان بې کاره کيږي. 

په دې وروستيو کې حکومت د ټول ګټو چارو او کانونو وزارت يو شمېر کارمندان له دندو ګوښه او حکومت یې لامل په يادو ادارو کې د سمون او اصلاحاتو پر اساس يادوي.