د نړۍ له هېوادونو سره بلد شئ؛ د کينيا هېواد 

د لرغون پېژندنې موندنې ښيي چې دغه افريقايي هېواد کې له نن ۲۰ مېلېونه کاله وړاندې ژوند شوی. تازه موندنې په ګوته کوي چې له نن دوه نيم مېلېونه کاله وړاندې کينيا کې انسانان اوسېدلي وو. دغه هېواد د افريقا لویې وچې په ختيځه برخه کې پروت دی او باور دا دی چې د نړۍ د نورو برخو ترڅنګ، د افريقا ختيځه برخه هغه سيمه ده چې د انساني تمدن لومړنۍ نښې - نښانې لري. سويلي سوډان، ايتوپيا يا خبشه، سوماليا، تنزانيا، اوګانډا او د هند بحر سره ګډې پولې لري. اتمې عيسوي پېړۍ کې مسلمانو عرب سوداګرو کېنيا ته تګ - راتګ او سوداګري کوله. هغه وخت کې د اسلام مبارک دين هم ياد هېواد ته رسېدلی وو. 
 
حکومت او سياست يې: 
 د تاريخ په اوږدو کې کېنيا څو ځلې استعمار شوې ده. ۱۵پېړۍ کې چې کېنيا يو ښه سوداګريز ځای وو، نو پرتګاليانو ورمخه او لاندې یې کړ. کېنيا له پرتګال خپلواکه شوې نه وه، چې د ۱۹مې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې انګريزان هلته ورسېدل، ياد هېواد یې يرغل او د بريتانياوي - کېنيا په نوم هېواد شو. ۶۰مه لسيزه کې  په کېنيا کې د Mau Mau په نوم پاڅون پيل او په ۱۹۶۳ کال کې کېنيا د انګلستان له سلطې خلاصه او خپلواکه هېواد شو. يو کال وروسته په دغه هېواد کې جمهوريت یې اعلان او تر نن شتون لري. د دغه هېواد د حکومت ډول د استازو ولسمشريزي ديموکراتيک حکومت يا presidential representative democratic دی. د کېنيا ولسمشر د پنځو کالو لپاره ټاکل کيږي، خو له ۱۹۶۴ بيا تر نن يوازې څلور ولسمشران په کې تېر شوي دي او لامل یې همدا دی چې هر ولسمشر له لسو د ډېرو کالونو لپاره په واک کې پاتې شوی دی. ولسمشر د حکومت او دولت مشر، د پوځ اعلی سر قومندان او ميرمنې یې د هېواد لومړۍ ميرمن وي. دا هېواد  نړۍ کې په فساد د ککړو هېوادونو له ډلې دی. کېنيا د ملګرو ملتونو غړی هېواد دی؛ د نړۍ د نورو هېوادونو سره د اړيکو ترڅنګ، کېنيا له خپلو دوه ګانډيو، تنزانيا او يوګاندا سره ښې، اوږدې او د دوستۍ اړيکې لري. 

پوځي او اقتصادي وړتياوې: 
د کېنيا پوځ کوچنی دی، د خپل ګاونډي هېواد سوماليا یې سره جګړې کوي او بيا د ملګرو ملتونو په مشرۍ د نړۍ په نورو هېوادونو کې د سوله ساتي ځواکونو په ماموريت کې فعاله برخه اخلي. د کېنيا د حکومت د نورو برخو په څېر د پوځ دننه هم پراخه فساد شتون لري او دا فساد پر وړندې نړيوالې ادارې هر کال د کېنيا د حکومت او پوځ د فساد شمېرې خپروي. چای، قهوه، پېټرول او کبان د کېنيا صادرات دي؛ د پاکستان په شمول، سعودي عربستان، يوګاندا، تنزانيا، امريکا، انګلستان، عربي متحده امارات يو شمېر نور هېوادونه د کېنيا سوداګريز ملګري دي. د افريقا په لويه وچه کې کېنيا درېیم تر ټولو سرت اقتصادي ځوا ک دی. 

وګړي او پراخوالی یې: 
کېنيا ۴۷ مېلېونه وګړي لري؛ ۸۵ سلنه یې عيسويان او ۱۱ سلنه ‌په کې مسلمانان دي. د وګړو پر بنسټ د نړۍ ۲۹ تر ټولو ستر هېواد دی. کېنيا نېږدې د افغانستان په اندازه پرخوالی لري. 

د کېنيا په اړه پنځه په زړه پورې خبرې: 
۱- ښکار په کېنيا کې جرم دی. دغه هېواد کې د هر ډول حيوان وېشتل او ښکار جرم حسابيږي او که چا ښکار وکړ سزا ورکول کيږي. 

۲- د کېنيا بيرغ تور، سور او شين رنګونه لري چې منځ کې یې دوه ځلې سپين رنګه ‌پټۍ دي. تور رنګ د تور پوستو، سور رنګ د قربانۍ، سپين رنګ د سولې او شين رنګ د طعبيت په مانا دي. 

۳- کېنيا کې د ښوونځي زده کړې وړيا دي، خو دا چې ماشومان له خپلو کورنيو سره په کروندو او نورو چارو کې بوخت دي د زده کړو کچه په کې ټېټه ده. 

۴- زمری د کېنيا هېواد ملي ژوی دی او هلته ورته درناوی کيږي. 

۵- د کېنيا د نوم په اړه ويل کيږي، چې له Mount Kenya کلمو اخېستل شوی دی ، چې د خدای د استراحت د ځای مانا ورکوي.