ښځه او خاوند؛ هېڅکله دا جملې مه وایئ

ښځه او خاوند؛ هېڅکله دا جملې مه وایئ
الفاظ  ساده خو ډېر وزنین وي، مونږ په ورځني ژوند کې ډېر داسې الفاظ  کاروو چې د مخاطب په روحیه او روان د عمل نه هم ډېر عمیق او ژور اغېز پرېږدي، که څه هم د غلطیو له پاره  بښنه غوښتل کېږي، خو هېڅ هم د لومړي کیفیت په څېر نه پرېږدي. یوه ښه او مناسبه خبره د انسانانو ترمنځ محبت او صمیمت ډېروالی شي او  یا هم د نا مناسبې او ناوړه خبرو په واسطه د انسانانو ترمنځ بېلتون منځ ته راوړئ شي. د اسلام نظره هم ښه خبر صدقه بلل شوي ده او څومره ښایسته وي هغه ماحوال چې یو بل ته د درناوي په سترګه وکتل شي او د یوبل زړه ساتلو ته پام وشي. د مېنې او درناوي اصول په ټولو اړیکو کې یو لازمي اصل بلل کېږي، خو په شریک ژوند کې د ټولو اړینو اصولو له ډلې یو هم د الفاظو کارول دي؛ دا چې ښځه او خاوند څه ډول الفاظ کاروي اولادونه هم د هغوی له الفاظو څخه کاپي کوي. لکه څرنګه چې مشهور قول دی، نورو ته  له خبرو نه ډېر د عمل په مرسته زده کړه ورکړه. سربېره پر دې چې الفاظ د کورنۍ به اړیکو کې ډېر رول  لري، د ښځې او خاوند د اړیکې په ټېنګولو کې او د احساساتي پل په جوړولو کې هم اړین لري، نو راځئ چې ځېنې غلط خو عادي الفاظ لېرې کړو.
 
ـ که چېرې تاسو واقعا له ماسره مېنه لرله، د ښځې او خاوند اړیکه په باور او رېښتیا  ټېنګه کېږي، کله چې مونږ د شک او تردید الفاظ  کاروو، نو دا اړیکه د مخاطب په ذهن د ضعیفوالي احساس جوړوي، که چېرې تاسو د ټوکو قصد لرئ، خو ذهن په ټوکو نه پوهېږي؛ نو ځکه د الفاظ  کارونه د ټوکو او بې ټوکو وخت کې یو ډول اغېز لري. ذهن هره کلمه چې حتی جدي و نه نېسې تر یوې اونۍ پورې  ساتي، نو که چېرې تاسو د چا زړه وځوروئ په خپلو خبرو ترپایه به هغه خپل ذهن په هغې خبررو عیار کړي او کله چې ستاسو نوم اخېستل کېږي ذهن ستاسو تصویر د هغه خبرو به بنسټ حک کړئ وي.
 
ـ ته هېڅکله/ ته تل، دا لفظ انسان ته د ګنهکار کېدو،  د فشار لاندې او مقید انسان احساس ورکويو کله چې تاسو هغوی ته خبره کوئ، نو که هغوی ۵ فیصده ستاسو سره ستونزه ولري هغه ۱۰۰ فیصده شي.

ـ هغه څوک چې ستونزه لري هغه ته یې زه نه یم، دا لفظ تر ټولو خراب لفظ دی چې مونږ یې په ډېر عادي او ساده ډول سره په مشترک ژوند کې کاروو، ځکه چې د انسانانو دنده او یا هم د مشترک ژوند موخه د یوبل ملامت کول او یا هم په یو بل باندې غرور کول نه دي بل د یو بل پوره کول او د یو بل هر څه قبلول دي.

ـ دومره حساس مه اوسه، ځان ته یې مه کش کوه، با مسوولیته اوسه لطفا، ته کټ مټ د خپل مور/ پلار په څېر یې، زه خته شوې/ شوی یم، زه طلاق غواړم، له تانه نفرت لرم، ستا په هکله په هېڅ نه پوهېږم، وړکتوب دې پرېږده لږ مشر شه نو، هر څه چې وشول له یاده یې وباسه، اړین نه دي چې هر څه زه ووایم او وغواړم ته خپله باید پوه شي، زما پلرنۍ او ملګري ستا په هکله سم ویل او داسې نور الفاظ.