ایا پوهېږئ لمر د پوست سرطان لامل کېږي

ایا پوهېږئ لمر د پوست سرطان لامل کېږي
مونږ ټول په ورځ کې هرو مرو د لمر د اشعو اغېز لاندې راځو او خپل ورځني چارې د لمر په شتون کې سرته رسوو، دا چې زمونږ بدن ویټامین ډي له پاره د لمر اشعې څخه ګټه اخلي ضرورت دی، خو د ۱۰ دقو له پاره کفایت کوي، که چېرې د حد څخه ډېر شي نو د وېښتانو د تویېدو او هډوکو ته ضرر رسوي. د دې ټولو اضرارو ترڅنګ د پوست د سرطان لامل هم ګرځي. د پوست هغه برخې چې د لمر په وړاندې ډېر وخت قرار نیسي لکه، اورمېږ، مخ، لاسونه او داسې نور... ډېری وخت د یادو ځایونو د پوست رنګ  بدلون د سرطان علایم کېدای شي، ټول بدلونونه د سرطان له نښو څخه نه دي؛ یوازې قهوه یې سره ډوله خالونه د سرطان نښه اوسېدای شي، نو که چېرې تاسو د رنګ بدلون او یا هم کوم بدلون په خپل پوستکي کې ګورئ ډاکټر ته مراجعه وکړئ. هغه عوامل چې د پوستکي د سرطان لامل کېږي په ادامه کې یې ولولئ.

ـ د لمر له کبله د پوستکي سوځېدل، د لمر د یو وي د اشعې له کبله ستاسو پوستکی زیانمن کېدای شي، چې د یادې له سببه پوستکی هم سوځي او دا د پوستکي سوځېدنه د پوستکي سرطان لامل ګرځي، خو دې خبرې ته مو پام وي، د پوستکي سرطان ډېر په کراره عمل کوي کېدای شي د پوستکي د سوځېدو څخه ۲۰ کاله وروسته ستاسو د پوستکي سرطان تشخیص شي. د دې له پاره چې د یاد سرطان څخه په امن کې اوسئ تاسو کولای شی د سن بلاکونو  څخه استفاده وکړئ. د ژمي او د اوړي د لمر اغېز دومره فرق نه لري خصوصا د سهار له خوا لمر پوستکي ته ډېر زیان لري.
 
ـ په ارثي ډول د پوستکي سرطان، کله چې ستاسو د وراثت په شجره کې د سرطان سابقه ولرئ. نو تاسو ډېر د پوستکي سرطان د ناروغي سره مخامخ یئ او همدارنګه هغه کسان چې روښانه پوستکی لري هغوی باید ډېر د لمر اشعو څخه امن کې اوسي.

ـ  د چاپېریال اغېز، د اوزون پوړد کموالي له کبله  د یو وي اشعې اغېز نور هم د ځمکې پر مخ ډېرېږي او د یادې اشعې مضره اغېز په پوستکي باندې هم ډېرېږي، چې د پوستکي سرطان لامل ګرځي.