د کانونو  او پېټرولېم پخوانی وزير وحیدالله شهراني په بند محکوم شو

روهي (يوه نۍ/۱۴ د مرغومي)، د معادن او پېټرولېم پخوانی وزير وحیدالله شهراني تېره ورځ د سترې محکمې په علني محکمه کې په يو کال او يوه مياشت بند او همدا ډول د نغدې جرېمې په ورکړې محکوم شو. 

نوموړی له دندې په ناوړه ګټې اخېستنې او همدا ډول د هرات د سمنټو فابريکې او د هرات ولايت د کرخ ولسوالۍ د معدن او ډبرو سکرو په تړونو کې يې په فساد تورن شوی وو. 

نوموړی به دولت ته يو نيم مېلېون ډالر نغدي جرېمه هم ورکوي. وحیدالله شهراني د حامد کرزي په دوره کې د يو وخت لپاره د معادن او پټرولېم وزير وو.