د ۲۰۲۱ په اړه!‎

دا د ایکونو میست مجلې د ۲۰۲۱ کال پښتي ده؛ د مجلې چپ طرف د قمار یوه دستګاه معلومیږي چې موخه یې داده چې ۲۰۲۱ کال د نړۍ د قمار کال دی چې نړۍ ماشیني کېږي که د انسان په لاس کې پاتې کېږي؟

دې څخه لاندې واکسین معلومیږي چې نړیوالو ته دا زیری ورکوي چې د کرونا د نړیوالې ناروغۍ واکسین به د کرونا وژونکي ناروغۍ مخه ونیسي.

د واکسین لاندې یو نوی زېږیدلی ماشوم ښکاري چې هدف یې د کرونا یو نوی شکل ښیي! چې ممکن کوچنی ماشومان نیسي؛ چې پخوانی نه نیول.

 د ماشوم لاندې د سوالیې علامه ده چې یو نامعلوم حالت ښیي.چې ایا د کرونا نوی حالت به حالت بحران راوړونکی وي که کنټرول به شي؟

که څه بل ګیټس ویلي وو چې که د کرونا د وژونکي ناروغۍ واکسین جوړ هم شي خو نړۍ همغه پخواني حالت ته نشي چې په سیاحتي سفرونو به یې سیوری خور وي؟!

د عکس د دویمې خانې لومړۍ عکس د یوې اتومي چاودنې دی که څه هم ایکونومیست په ۲۰۲۰ شل کې هم دا عکس خپور کړی وو، دا ځل یې بیا خپور کړی.چې ممکن په کوم هېواد کې اټومي چاودنه رامنځته شي یا د دوو هېوادنو ترمنځ په جګړه کې په یوه هېواد اټومي برید وشي؟

له دې عکس لاندې د جوبایډن عکس دی چې په ۲۰۲۱ کې به د امریکا سیاسي قدرت نیسي!
د جوبایډن د عکس لاندې د امریکا بیرغ معلومیږي چې دوه ځایه شویدی چې ممکن د ټرمپ په قدرت د شله کېدو خواته اشاره وي!
چې امریکا به د سیاسي بحران سره مخ شي!

دېنه لاندې د ټیک ټاک سافټویر عکس دی چې هدف یې د چین ددې سافټویر خطر په نښه کوي چې چین کولای شي ددې سافټویر له لارې د خلکو پټو معلوماتو، پلانونو، ویډیو او غږونو ته لاسرسۍ پیدا کړي!

همداشان د مجلې په پښتۍ د ډالر عکس معلومیږي چې د کارپوهانو په باور ډالر به خپل ارزښت له لاسه ورکړي او ځای به یې ډیجيټلي روپۍ ونیسي دا چې دا کار په ۲۰۲۱ کې ممکن دی او کنه خو کتونکي وایي ډالر به په روان کې ۲۰ فیصده خپل ارزښت له لاسه ورکړي!

د همدې خانې دوهمه علامه د شنې انرژۍ اعلامه ده چې هدف یې ددې برښنا ترویج دی چې چاپیریال ته د مضرو انرژیو لکه ذغال، نفت او ډیزلو ځای به شنه انرژي نیسي. چې د باد، اوبو، لمر او نباتاتو تولیديږي.

همداشان ددې اعلامې لاندې د چین بیرغ معلومیږي چې په دې برخه کې یې پرمختګ کړی!
په څلورمه او اخیرنۍ خانه کې د اقتصاد دټیټوالې یوه اعلامه موجوده؛  ده، چې ممکن هدف یې د پیسو بې ارزښته کېدل او د ډبجیټل پیسو رایج کېدل یا هم د غربت کچې زیاتوالۍ ښیي.

په همدې خانه کې بل عکس د ځنګلونو د اور اخېستنې یوه اعلامه په ګوته کوي چې هدف یې د یوې بلې مقابلې دی چې د کرونا وروسته به نړۍ ورسره مخ کېږي چې هغه چاپیریالي ستونزې دي!

او ددې وروستۍ خانې وروستۍ عکس کې د کمرې اعلامه ښکاري چې هدف یې د نړۍ دیجیټل کېدل دي چې د نړۍ ټول خلک به ډیجیټل تیکنالوژۍ د کمرو په واسطه څارل کېږي!

که څه هم دا تر ډېره بریده پیش بینۍ دې خو ایکونومیست د ډېرو نوو مسایلو په اړه پخوا هم دا ډول پیش بینۍ کړیدي؛ چې د خلکو د پام وړ ګرځیدلې!

 دې مجلې ۲۰۲۰ کال کې په خپله پښتۍ د کرونا وایروس د خورېدو او مخنیوي په اړه د یوې کورنۍ عکس خپور کړی وو چې د کورنۍ د غړو ترڅنګ یې پیشوګانو ته هم ماسک اچولی وو!