د روغتيا ګوښه شوی وزير د عطا محمد نور له کسانو وو؛ عطا وايي چې د ولسمشر دا عمل ديکتاتورانه دی او سخت ځواب به یې ورکړي 

روهي (پنځه نۍ/۱۱ د مرغومي)، د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس عطا محمد نور د حکومت له خوا د عامې روغتيا وزير جواد احمد عثماني ګوښه کېدو ته غبرګونه ښوودلی دی. 

عطا محمد نور پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې مونږ د هر هغې پرېکړې پر وړاندې چې عادلانه محکمې ثباته کړې نه وي، سخت ځواب ورکوو. 

نوموړي که څه هم په خپل غبرګون کې د ولسمشر غني او يا هم د جواد احمد عثماني نوم نه دی ذکر کړی، خو لېکلي دي چې دا ډول پرېکړه حساسیت پارونکې، له سپکاوي ډکه، پر قومي تعصب ولاړه او ديکتاتورانه ده. 

عطا محمد نور ويلي دي چې د دغه مساله په اړه خپله پرېکړه به په بلې رسنيزې خبرپاڼې کې شریکه کړي. 

د روغتيا وزير نن له دندې ګوښه شو؛ د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د نوموړي د استعفا ويلي دي، خو بيا جواد احمد عثماني وايي چې ده استعفا نه ده کړې بلکې له دندې لېرې شوی.