په يوه ديموکراتيکه ټولنه کې د ژورناليست دندې.

ليکنه: عادل عزيزي
لومړى به راشو دې ته چې ديموکراتيکه ټولنه څه ته وايي؟
ديموکراتيکه ټولنه هغه ټولنې ته وايې چې په هغه کې دهيواد دټولو افرادو حقونه خوندي او ټولو ته په مساوي ډول حقوق ورکړل شوي وي، او د ټولنې وګړي په هيڅ وخت کې دخطر احساس ونه کړي.
د يوهيواد اساسي قانون د ديموکراتيکو غوښتنو، بشري او فردي حقوقو د انعکاس يوازينى سرچينه ده که چيرته د هيواد په اساسي قانون کې دا ډول غوښتنو او حقوقو ته اجازه ورکړل شوې وي نو څه وخت افراد کولاى شي چې د اساسي قانون له مخې خپل حقوق وغواړي او خپله هغه دنده چې دخپل مسلک پورې يې تړلي ده په سمه توګه اجرا او له هغه څخه د خلکو د خدمت لپاره کټه واخلي.
اوس به راشو دې ته چي يو ژورناليست په داسې يوه ټولنه کې څنګه کولاى شي چې له خپل مسلک نه ګټه واخلي او څنګه کولاى شي خپله وجيبه په سمه توګه ادا کړي او کومې هغه دندې دي چې يو ژورناليست يې بايد په يوه ديموکراتيکه ټولنه کې اجرا کړي او دخلکو خدمت په سمه توګه وکړي.
١:- دا د يو ژورناليست اسلامي او ايمانې دنده ده، ټول هغه کارونه چې دى سرته رسوي د خپل دين او رسم او رواج سره په تضاد کې نه وي.
٢:- ژرناليست بايد د هيواد اساسي قانون او دمطبوعاتو قانون ته ژمن وي اوپه دې پورې له اړوندو قوانينو سره سم عمل وکړي.
٣:- ژورناليست بايد له خپل ځانه وپوښتي چې څه کوم او دچا لپاره يې کوم، ايا د يو چا شخصيت ته د پيسو په مقابل کې انعکاس ورکوم، ايا زه په چا پورې تړلى يم او که نه يو آزاد ژورناليست يم نو بايد هغه کار وکړم چې په ريښتني ډول خپل مسلک ته وفاداره وم.
٤:- هغه ورځنى پيښې چې پښيږي د توازن په درلودلو سره په خپل رپوټ کې انعکاس ورکړل شي.
يادونه: په يوه رپوټ کې د موافق او مخالف نظر څرګندولو ته توازن وايې.
٥:- هر هغه پيښه چې پيښيږي په واقيعيتونو او شواهدو ولاړه وي نه داسې لکه اوسني د ځينو رسنيو د ژورناليستانو رپوټونه چې دخپل رپوټ د جوړولو يوازينى آله يې خپل تليفون ګرځولى او په هيڅ وخت کې هم د پيښي ځاى ته نه ځي نو په داسې يو وخت کې ايا خلک دده په رپوټ اعتبار وکړي او که دا به ووايي چې دا ټول دروغ دي.
اوس به راشو چې په کومو وختونو کې په ديموکراتيکه ټولنه کې يو ژورنالست خپلې رښتينې دندې ته د عمل جامه ور واغوندي او خپل رپوټ چمتو کړي:
په يوه ديموکراتيکه ټولنه کې ژورنالست کولاى شي په لاندې دوه حالاتو کې عمل وکړي مانا دا چې د خپل مسلک نه په استفادې خپل رپوټ ترتيب کړي:
الف:- کله چې د قانون خلاف کوم عمل سرته رسيږي.
په داسې يو وخت کې چې د ټولنې کوم شخص د هيواد له ټولو جاري قوانينو سرغړونه وکړي او دده دا کړنه د هيواد په بيلابيلو برخو کې د خلکو د غبرګون سبب وګرځي او يا هم د هيواد له ټولو ملي ارزښتونو سره په ټکر کې وي نو په داسې يو وخت کې ژورنالست اړ دى چې د سرغړونکي شخص هغه پټې دسيسې راوسپړې چې د هيواد دقانون خلاف دي او د هغه له امله د هيواد جاري قوانين بې حيثيته کيږي، چې يو ښه مثال يې په ټوله افغاني ټولنه کې روان حالات دي چې هره ګړۍ له قانون څخه سرغړونه کيږي خو داسې يو څوک له بده مرغه نشته چې د داسې ناقانونه کړنو مخه ونيسې افغانستان اوس دجر مونو او فساد خزانه ده نو دا د ژورناليست لپاره ډيره ناممکنه ده چې په افغانستان کې د روان فساد او له قانون څخه سرغړونکو ته په خپل رپوټ کې ځاى ورکړي او که چيرې کوم رپوټ جوړ هم شي نو د کومې شخصي يا سياسي کړۍ په لارښوونه به جوړيږي او له دې لارې به خپل سياسي او شخصي اهداف لاسته راوړې.
خو د يو واقعي ژورناليست دنده په داسې حالاتو کې دا ده چې د هر قانون سرغړوونکي په وړاندې ودريږي او د هغه منفي کړنې په خپل رپوټ کې منعکسې کړي.
ب:- په هغه وخت کې چې کومه ادعا وشي.
او بل دا چې په يوه ديموکراتيکه ټولنه کې ژورناليست هغه وخت عمل کوي کله چې يو څوک ادعا وکړي چې دا ادعا به يا حقيقت لري او يا به هسي بې ځايه خبرې وي يو څوک وايې چې د حامد کرزي ورور احمد ولي کرزى د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري چې دا يوه ادعا شوه خو داچې دا ادعا ايا واقيعت لري او که هسي له ګيډې خبرې دي نو ژورناليست په داسې يو وخت کې د شواهدو او واقيعتونو په رڼا کې څيړنه کوي او ګوري چې ايا دا ادعا سمه ده او که نه:
ژورناليست تر ټولو مخکي دشخص د ادعا په خاطر بايد لومړى شواهد وپلټي، له بيلا بيلو خلکو او له سياسي او حکومتي چارواکو سره مرکې وکړي او خپله د تورن شخص څخه نظر واخلي کله چې ژورناليست ښه ډاډه شي نو خپل رپوټ بايد چمتو او دخپلې رسنۍ له لارې يې د خلکو په واک کې ورکړي.
چې داسې يو رپوټ چمتو کول ډير پيچلى دى او هر ژورناليست داسې رپوټ نه شي چمتو کولاى، کوم ژورناليست چې داسې رپوټ چمتو کوي هغه به يو مسلکې، پوه او د خلکو سره د زياتو اړيکو خاوند وي چې د ده دا رپوټ څو ګټې لري.
يو دا چې د ده په کاري ساحه کې ورته زيات ګټور تماميږي، او بل دا چې د رسنۍ اهميت زياتيږي او خلک له هغه رسنۍ سره دلچسپي پيدا کوي، اعتبار پرې کوي او په اقتصادي برخه کې له رسنى سره مرسته کوي او شايد د يو چا ملاتړ هم تر لاسه کړي.
په پاى کې په ډير تعصب سره بايد ووايو چې که څه هم په افغانستان کې د بيان د ازادۍ نارې وهل کيږي، او ازادو رسنيو ته هم اجازه ورکړل شوې او نه هم ازادو رسنيو خپل رسالت په ښه ډول سرته رسولى او که ووايو چې هيڅ ملي ارزښتونه په پام کې نه نيسي نو دا به هم ريښتيا وي.
خو هغه ژورناليستان چې ريښتيا هم خپل مسلک ته وفادار او غواړي چې خلکو ته د چارواکو منفي کړنې ور په ګوته کړي هره ګړۍ له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګريوان دي او له هغه ازادۍ څخه د افغانستان د اساسي قانون له مخې ورکړل شوي ده ګټه نه شي اخستلى چې ښه بيلګه يې په دې وروستيو کې د ځينو ژورناليستانو په ناقانونه توګه نيول دي چې په هيڅ يو يې هم جرم ثابت نه دى بلکې په شپو شپو يې په ناقانونه ډول د زندان په تورو خونو کې تير کړل چې له بده مرغه دغه لړۍ لا هم دوام لري.
په اخر کې بايد ووايم چې نور دي خداى په مونږ باندي رحم وکړي او هغه ژوناليستانو ته د الله(ج) له دربار څخه د مغفرت غوښتنه کوم چې په دغه پاکه لاره کې يې خپل ځانونه قرباني کړل.
د يو ودان او پرمختللي افغانستان په هيله