
روهي (پنځه نۍ/۱۱ د مرغومي)، د چين حکومت نن ورځ اعلان وکړ چې په کور دننه یې د کرونا ويروس لپاره واکسين جوړ کړی دی. دغه واکسين د چين هېواد د بيالوژيکي توليداتو ادارې له خوا جوړ شوی دی.
د چين د روغتيا ملي ادارې په رسمي ډول دغه واکسين تائيد کړی او عامو خلکو ته د ورکولو اجازه یې ورکړې ده. د دغه واکسين اغېز له ۷۹ بيا تر ۹۹ سلنه پوري دی.
چين د نړۍ لومړی هېواد وو چې د کرونا ويروس په کې پيدا او له هغه وروسته د نړۍ نورو هېوادونو ته خپور شو.