روغتيا وزير: که د کرونا نوې بڼه افغانستان ته راشي، د تشخيص وړتيا یې نه لرو 

روهي (پنځه نۍ/۱۱ د مرغومي)، د هېواد د عامې روغتيا وزير جواد احمد عثماني وايي جې دوی دومره وړتياوې او اسانتياوې نه لري، چې د کرونا ويروس د دويمې بڼې تشخيص او درملنه پرې وکړي. 

نوموړي نن ورځ کابل کې په يوې رسنيزې ناستې کې ويلي دي، چې د کرونا ويروس هغه نوې بڼه چې ځيني اروپایي هېوادونو کې خپاره شوې ده، که افغانستان ته راشي نو روغتیا وزارت دوی یې د کنټرول ظرفيت نه لري. 
 
نوموړي دا هم ويلي دي چې افغانستان کې د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره له دې وروسته دې هېواد ته د ټولو راتلونکو بهرنیو او کورنیو وګړو د کورونا وېروس ټېسټونه چک شي او هغه چې منفي پایلې په لاس کې نه لري، هېواد ته د ننه کېدو اجازه دې نه ورکول کېږي.