خليلزاد: قطر کې د افغان سفير يو ناڅاپي مړينې ټکان راکړ 

روهي (پنځه نۍ/۱۱ د مرغومي)، د افغان روغې جوړې لپاره د امريکا متحدو ايالتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد قطر کې د افغان سفير حکيم دليلي پر مړينې خواشيني ښوودلې ده. خليلزاد د سولې برخه کې د ليلي هڅې ستايلي دي. 

نوموړي پر ټوېټر لېکلي دي، "زه د حکیم دلیلي، په قطر کې د افغانستان نه ستړی کیدونکی سفیر، نابُبره مړینې هیښ او خواښینی کړم. زه یې کورنۍ، په قطر کې د افغانانو ټولنې، او په افغانستان کې یې ملګرو او ستایونکو ته ډاډګیرنه وړاندې کوم."

خليلزاد وړاندې زیاته کړې ده، "هغه د سولې بهیر په پرمختګ کې ژوره ونډه لرله. ما له هغه سره ډیر ځلي لیدل چې اندونه یې ترلاسه کړم. له مذاکره کوونکو ډلو او امریکايي او نورو ديپلماتو سره د هغه د مثبتو تعاملونو تشه به ډیره احساس شي. راځئ ټوله سولې ته د هغه د ژمنتیا په درناوي خپلې هڅې دوبرابره کړو."

حکيم دليلي درې ورځې وړاندې د ناروغۍ له امله قطر کې ومړ.