د پاکستان پوځ: هندي ځواکونو مو يو سرتيری را ووژلو 

روهي (پنځه نۍ/۱۰ د مرغومي)، د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هندي ځواکونو په ډزو کې د فاضل الهي په نوم د پاکستان د پوځ يو ۳۵ سرتيری وژل شوی دی. 

د پاکستان پوځ ويلي دي چې هندي ځواکونو تېره ورځ د هند او پاکستان ترمنځ د کنټرول ګډې کرښې په (خویراتا) نومي سيمه کې په ولسي وګړو او پاکستاني پوځيانو ډزې وکړې چې په پايله کې یې دغه پاکستاني پوځي ووژل شو او يو ولسي وګړی ټپي شوی دی. 

پاکستاني چارواکودا هم ويلي دي چې په ورته وخت کې د دوی ځواکونو د هندوستان يوه چورلکه چې سل متره د پاکستان خاورې ته رادننه شوې وه، په نښه او نسکوره کړې ده.