د پاکستان ولسمشر د رېچارډ هالبروک په يادغونډه کې د ګډون لپاره امريکې ته رسېدلی

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري واشنګټن ته رسېدلی، چې د رېچارډ هالبروک په ياد غونډه کې ګډون وکړي. ټاکل شوې چې نن به نوموړی په سپينه ماڼۍ کې له باراک اوباما او نورو لوړ پوړو چارواکوسره وګوري. داسې اټکل کيږي چې په پاکستان کې د سلمان تاثير له وژنې او د ګېلاني له حکومت سره د مهاجرو قومي غورځنګ او جميعت العلمای اسلام د پرېکون له امله منځته راغلی بحران او د ترهګرۍ زياتېدل د خبرو اصلي ټکي وي.