پر اسلامي هېواد عربي متحده اماراتو د لوېدېځ مذهب او کلتور اغېز؛ د عيسوي کال لومړۍ ورځ عمومي رخصتي اعلان شوه 

روهي (پنځه نۍ/۱۱ د مرغومي)، د لومړی ځل لپاره د عربي متحده اماراتو حکومت د عیسوي کال لومړۍ ورځ چې د جنوري میاشتې لومړۍ نېټه کيږي په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده. 

د عربی متحده اماراتو حکومتي چارواکو ويلي دي چې په دې ورځ به ټول دولتي او د خصوصي سکتور کارمندان رخصت وي ترڅو خلک وکولی شي د عیسوی کال د لومړۍ ورځې جشن ولمانځي. 

عربي متحده امارات له وړاندې د امريکا متحدو ايالتو او د لوېدېځې نړۍ له يو شمېر نورو هېوادونو سره نېږدې اړيکې پالي خو په دې وروستيو کې له اسرائيلو سره هم خپلې اړيکې عادي کړې.