.jpg)
روهي (پنځه نۍ/۱۱ د مرغومي)، پرون د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد یو مطبوعاتي کنفزانس ته وویل، چې پریکړه یې کړې ترڅو د نړۍ ۱۹۱ هېوادونو د پاکستان انلاین ویزې ورکړي.
رشید احمد وایي، چې په دې برخه کې افغانانو او چینایانو پخوا دا شکایت درلود چې د پاکستان د ویزو د اخیستو پر مهال له دوی رشوت اخیستل کېده.
د نوموړي په خبره: "د جنوري له لومړۍ نېټې د افغانستان او چي چین په ګډون انلاین ویزې ورکول کېږي او دا ځکه چې د چین او افغانستان د ویزو د ورکولو په وخت ډېر شکایتونه وو چې د تمدید په وخت پيسې اخیستل کېږي او اداري فساد په کې روان دی."
په افغانستان کې افغانانو د پاکستان له سفارت او قونسلګریو د ویزو د اخیستو پر مهال ډېر کله شکایت کړی دی چې بیروبار وي او ورځې ورځې د ویزو ترلاسه کولو ته په تمه وي.