دواد سلطان زوی؛ ولسي جرګې لویې څارنوالۍ ته معرفي کړی خو حکومت وايي چې ولسي جرګه دا کار نه شي کولی

روهي (څلورنۍ/۱۰ د مرغومي)، دوه ورځې وړاندې کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د ولسي جرګې د سپيناوي په يوې ناستې کې ګډون ونه کړ او وکيلانو نوموړی د ګډون او ولسي جرګې پرېکړو ته د سپکاوی پر اساس لویې څارنوالۍ ته معرفي کړ. 

د ولسي جرګې د دغه چارې په غبرګون کابل ښاروالۍ رسنیو ته ويلي دي چې ولسي جرګه هغه حکومتي کسان د سپيناوي لپاره غوښتلی شي، چې له جرګې یې د باور رایې اخېستې وي، خو کابل ښاروال د ولسي جرګې د وکيلانو په رايو نه ټاکل کيږي. 

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې هم د ولسي جرګې دې پرېکړې ته غبرګون ښوودلی دی او ويلي دي چې ولسي جرګه د قانون اړوند دا صلاحيت نه لري چې حکومتي کسان څارنوالۍ ته معرفي کړي، بلکې دنده یې د حکومت پر چارو نظارت دی.