ايرانی سفير: که چيرې پر ايراني سفارت اعتراض کوونکي ونه نيول شي، دوی به د تېلو ټانکرونه بند کړي

په کابل کې د ايران سفير فدا حسين مالکي افغان چارواکو ته ويلي، چې که چېرې د يران د سفارت مخې ته د لاريون او پر سفارت د تېريو اصلي عاملين ونه نيول شوي ، نو دوی به هم افغانستان ته د تېلو ټانکرونه بند کړي . مالکي ويلي، چې د لويديځ يو شمېر عناصر هڅه کوي د ايران او افغانستان اړيکي خرابې کړي. ده همدارنګه پر ځينو افغان تلويزيوني چېنلونو تورولګاوه چې ګواکې د امريکې په لمسون د ايران پر ضد ناوړه تبليغ کوي او خلک راپاروي.
له هغه وخته راهيسې چې ايران افغانستان ته د تېلو د رسد مخه نيولې ، يو شمېر سياسي ګوندونو او ټولنيزو سازمانونو د ايران سفارت مخې ته لاريونونه کړي او سوله ييز اعتراضونه يې کړي، خو د دې پر ځای چې ايران افغانستان ته د ايراني سړکونو پر سر د افغانانو د وژنې عاملين په لاس ورکړي او يا لږ ترلږه يې له امله بښنه وغواړي ، اوس غواړي چې لکه هرات په کابل کې هم څوک د ايران پر ضد د نيوکې جرئت ونه کړي.