د یمن په عدن هوایي ډګر کې پرلپسې چادونې شوي

روهي (څلور نۍ/۱۰ د مرغومي)، د یمن په بندري ښار عدن کې ددې ښار په هوایي ډګر کې پرلپسې چادونو شاوخوا ۵ کسان وژلي لسګونه کسان ټپیان شوي دي.


د راپورونو له مخې د عدن په هوایي ډګر کې یادې چادونې وروسته له هغه ترسره شوې له سعودي څخه د نوي حکومت د غړو الوتکه دغه ډګر کې کیناسته.


د ددې بریدونو پړه د یمن د اطلاعاتو وزارت په دې هېواد کې د حوثي یاغیانو په ډلې پورې تړلې دي چې په وینا یې د یوې لویې ترهګریزې حملې په چوکاټ کې شوي.


د برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی او په پېښه کې د مرګ ژوبلې د زیاتیدا په اړه لا هم وېره شته