بلاول بټو زرداري: د عمران خان حکومت د لیرې کیدو لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورمړي


روهي (څلور نۍ/۱۰ د مرغومي)، د پاکستان د پیپلز ګوند وایي، چې د حکومت مخالف ګوندونو هغه پریکړه تائیدوي چې غړي به یې د پارلمان چوکیو ته استعفاګانې ورکوي او د عمران خان حکومت به لرې کوي.


د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري پرون په کراچۍ رسنیو سره په خبرو کې ویلې چې د عمران خان حکومت د پوځ په لاس جوړ دی او وخت راغلی چې عمران خان خپله چوکي پریږدي او په سیاست کې د پوځ لاس وهنه پای ته ورسو.


بلاول بټو وایي، چې د ګوند په مرکزي غونډه کې پریکړه شوې چې د پي ډي اېم ټولې پرېکړې تاييدوي او د دسمبر تر ۳۱ به د پارلمان ټول غړي خپلې استعفاګانې سره جمع کوي.


نوموړي خبرداری ورکړی چې لومړی وزیر دې خپله استعفا ورکړي کنه دوی به یې کور ته ولیږي او هر ځای به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
بل لور ته د پاکستان حکومت وايي، د مخالف ګوندونو غورځنګ پي ټي اېم په خپله د ماتېدو سره مخ دی.


پي ډي اېم د پاکستان د اپوزسیون ګوندونو له لوري د روان کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د پاکستان ۱۱ ګوندونه پکې شامل دی.