ناټو:


روهي (څلور نۍ/۱۰ د مرغومي)، د افغان سولې پروسې په اړه تازه د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپلو څرګندونو کې د افعان سولې پروسه یوه کمزوري پروسه بللې.


سټولټنبرګ ددې ترڅنګ چې په افغانستان کې د جګړو د پای لپاره یې یوازینۍ حل لاره د قطر روانې خبرې بللې د افغان سولې پروسې په اړه ویلې، چې ددې ضمانت نه شته چې د افغانستان د سولې دا کمزورې پروسه دې بریالۍ شي.


ناټو له دې وړاندې د افغانستان د سولې له بهیر ملاتړ کړی دی، خو اوس تازه یې داسې مهال ددې بهیر د بریا په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د سولې خبرو له پېل سره تاوتریخوالی ډېر شوی او ولسي مرګ ژوبله لوړه شوې ده.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201230_105319_197.sdoc-->