صدیق صدیقي: طالبان په ښارونو کې بریدونه کوي خو له حکومت د خلکو د واټن لپاره مسؤلیت نه مني

روهي (څلور نۍ/۱۰ د لیندۍ)، د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وایي، ددې لپاره چې طالبان افغان حکومت کمزوری وښیي بریدونه کوي خو بیا یې مسؤلیت پر غاړه نه اخلي.


صدیقي وایي، طالبان د خپلې نوي تګلارې له مخې یاده چاره کوي او په وروستیو بریدونو غواړي افغان حکومت تر فشار لاندې راولي افغانانو ته نړیوالو ته ذهنیت ورکړي چې دولت کمزوری دی او د دوی ترمنځ واټن رامنځته کړي.


نوموړي یو ځل بیا طالبان تورن کړي چې د سولې نیت نه لري او غواړي د تاوتریخوالي له لارې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي، دده په خبره چې طالبان فکر کوي چې د سولې په خبرو کې برلاسي دي او په دې توګه غواړي چې د هدفي وژنو او تاوتریخوالي په ډېروالي امتیاز ترلاسه کړي.


صدیقي ډاډ ورکړی چې افغان ځواکونه به د طالبانو ټولو شومو اهدافو مخنیوی وکړي او دوی ته به اجازه ورنکړي چې ددې لارې خپلو جنایتونو ته دوام ورکړي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201230_100405_149.sdoc-->