په کراچۍ کې يو پښتون خبريال وژل شوی او يو پښتون سياستوال ټپي شوی



له کراچۍ څخه خبرونه وايي، چې پرون د جيو تلويزيون ځايي خبريال ولي خان بابر چې کله په کراچۍ کې له خپل دفتر څخه کورته روان و، د نامالومه وسله والو له خوا په ډزو وويشتل شو او په شهادت ورسېد. ولي خان بابر په همدې ورځ له هغه ځايه په ژوندۍ بڼه رپوټ ورکاوه چې پوليسو د مخدره توکو د قاچاقچيانو پر وړاندې عمليات کول.
بل خوا د عوامي نشنل ګوند مشر غړی بشير خان خپل کورته د ستنېدو په لار کې د کراچۍ په غريب اباد سيمه کې د وسله والو له خوا ويشتل شوی او ټپي شوی. له ده سره د ده يو ساتونکی هم ويشتل شوی او وژل شوی دی. د دواړو پېښو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.