روغتیا وزارت: راتلونکو شپږو میاشتو کې به افغانستان ته د کرونا ضد واکیسن را ولېږدول شي

روهي (څلور نۍ/۱۰ د مرغومي)، د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، چې تمه ده د کرونا پرضد د واکسین لومړنۍ جوپه تر شپږو میاشتو پورې افغانستان ته را ورسیږي.


د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور تازه په افغانستان کې د کرونا وېروس ضد واکیسنو د تطبیق په اړه وایي، چې افغانستان او د واکسین د نړیوال ایتلاف د هوکړې له مخې، هېواد ته ددې واکسین د را رسیدو سره به په لومړۍ جوپه کې درې سلنه وګړي واکسین شي.


سمسور همدا راز زیاتوي، چې تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې به په پنځو مرحلو کې افغانستان ته د کرونا ضد واکیسن را ولیږدول شي.


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په هېواد کې په کرونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۵۲ زره او ۲۳۰ کسانو، د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۱۸۹ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۱ زره او ۸۰۱ ته لوړ شوی دی.