لویه څارنوالي وایي چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۹۹۰ قضیې څیړل شوې

روهي (څلور نۍ/ ۱۰ د مرغومي)، لویه څارنوالي وایي، چې په روان ۱۳۹۹ لمریز کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي بېلابېلې ۲۹۹۰ قضیې څیړلې او ورته رسیده ګي شوې.


د لویې څارنوالۍ لخوا په همدې موخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو قضیو کې ۲۵۹ قضيې د جنسي تېري، ۱۳۷ د قتل، ۱۶۶ د جراحت او معلولیت، ۱۵۰۱ د وهنې ټکونې، ۲۶۰ د سپکاوي، ۲۵۷ د ځورونې، ۹۸ ځانوژنې او سوځونې ته د مجبورولو، ۲۳ هم بدلمنۍ ته د مجبورولو، ۲۹ اجباري نکاح او ۲۶۰ قضيې هم له ښځو سره د تاوتریخوالي د ورته نورو جرایمو قضيې دي.


لویه څارنوالی وایي، چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې دوه زره ۹۹۰ قضيې چې له دې ډلې دوه زره ۱۷۶ قضيې له ولایتونو څخه له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد او د ماشومانو د سرغړاوي مرستیالۍ ته رارسېدلې، بررسي کړې او د تحقیق تر بشپړاوي وروسته یې محکمو ته لېږلې دي، چې له یادو قضیو څخه ۳۳۸ قضیې بشپړې شوې چې له مخې يې ۳۲۷ کسان په بند او نقدي جزا محکوم شوي دي.


کابل د ۸۱۴ قضیو په ثبتېدو سره په لومړي ځای، بلخ د ۴۳۰ قضیو په ثبتېدو سره په دویم او هرات هم ۳۰۳ قضیو په ثبتېدو سره په درېيم ځای کې راغلي دي. تر دغو ولایتونو وروسته په تخار کې ۴۳۰ قضيې، بدخشان کې ۱۲۸ قضيې، په دایکندي کې ۱۱۹ قضيې، ننګرهار کې هم ۱۱۴ قضيې، بامیان کې ۱۰۷ قضيې او په نورو ولایتونو کې هم له دوو تر ۹۴ قضیو ثبت شوې دي.