طالبان وایي د حکومتي ځواکونو پرته وروستۍ وژنې په دولت کې ځیني کړۍ ترسره کوي

روهي (څلور نۍ/۱۰ د مرغومي)، طالبان وایي، چې د حکومتي ځواکونو بغیر چې د دوی خلاف عملیاتو کې برخه لري وروستۍ هدفي بریدونه او وژنې دوی نه بلکې د حکومت دننه ځیني کړۍ ترسره کوي.


له هغه وروسته چې پرون د مشرانو جرګې په غونډه کې د افغانستان د ملي امنیت رئیس او د کورنیو چارو وزیر په هېواد کې د وروستیو هدفي وژنو او بریدونو مسؤلین طالبان وبلل، طالبان وایي له دولتي ځواکونو پرته د نور وګړو وژنه او په وروستیو هدفي بریدونو کې ښکېلتیا ردوي، او تور لګوي چې ځینو دې پېښو کې پخپله حکومتي کړۍ لاس لري.


د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد تازه په همدې موخه رسنیو سره په خبرو کې ویلې چې دوی پر عامو خلکو،‌ خبریالانو او مدني فعالانو بریدونه نه کوي؛ خو زیاتوي چې هغه کسان به هدف وګرځوي چې د طالبانو خلاف جګړه کوي او په مقابل یې دریږي.


د یادونې وړ ده چې د نورو بمي چادونو او بریدونو ترڅنګ په وروستیو کې په هېواد کې هدفي وژنو زور اخیستی چې د حکومتي کسانو ترڅنګ پکې خبریالان او مدني فعالان په نښه شوې دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201230_072653_165.sdoc-->