د افغانستان د ملي امنیت رئیس وایي چې ۹۹ سلنه بمي بریدونه او هدفي وژنې طالبان ترسره کوي

روهي (درې نۍ/ ۹ د مرغومي)، د افغانستان د ملي امنیت رئیس احمد ضیا سراج چې نن د وروستیو بریدونو په اړه د مشرانو جرګې غړو دې جرګې ته ور غوښتی وویل، چې په هېواد کې وروستي ۹۹ سلنه بمي بریدونه او هدفي وژنې طالبان ترسره کوي.


سراج وایي ددې ترڅنګ چې یاده ډله خپلو بریدونو ته دوام ورکوي خو د خلکو د فکرونو د مخشوش کیدو لپاره یې مسؤلیت په غاړه نه اخلي.


نوموړي همدا راز اندېښنه څرګنده کړې که د سولې روانې خبرې بریالی هم شي نو اټکل کیږي چې یاده ډله به د یوې بلې ډلې په رامنځته کولو سره خپلو بریدونو او جګړې ته دوام ورکړي.
 

د ملي امنیت رئیس وايي، دغه هدفي وژنې او مقناطیسي مایونونه چې هره ورځ له خلکو قرباني اخلي د عبیده کاروان په نوم د طالبانو د هغې ډلې کار دی، چې د امریکا سره د سولې له هوکړې وروسته یې په لوګر کې رامنځ ته کړې ده.
سراج طالبان د سولې مخالف بللي او د جګړې پر دوام یې تورن کړې دي.