د خوب ساعتونو نظم؛ ګټورې لاري چاري

د خوب ساعتونو نظم؛ ګټورې لاري چاري

خوب کول خپل مناسب او معین وخت لري، ځکه چې د ورځې او د شپې خوب یو ډول اغېز د انسان په بدن او د بدن په نورو سیستمونو نه لري، نو که چېرې ستاسو خوب منظم نه وي نو تاسو نه شی کولای خپلې ورځېني کارونه په سمه توګه سرته ورسوئ. د دې له پاره چې خپل د ژوند نظم مو برابر کړی وي او خپل غیر منظم د خوب ساعتونه مو منظم کړي وي، اوسنۍ مطلب تر پایه ولولئ.
ـ له ځانه سره هوکړه وکړی چې کوم ساعت او وخت به له خوبه پاڅېږئ، د دې له پاره چې یو منظم د پاڅېدو وخت ځان ته وټاکو نو اړینه ده چې خپل ورځني چاري محاسبه کړو، که زده کوونکي یاست یا محصل نو تاسو باید سهار وختي له خوبه پاڅېږئ، اړینه ده چې د پاڅېدو د ټآیم سره یوځای د جامو او د نورو شخصي کارونو وخت هم له ځانه سره حساب کړئ.
 

ـ د خپل خوب غوره ټایم ځان ته وټاکئ، د خوب غوره ټایم د شپې له خوا ۶ یا ۷ ساعته خوب دی، خو بیا هم د هر چا د خوب اندازه او کاري ټایم فرق کوي، نو ځکه ځان ته د شپې هغه ټایم د خوب له پاره وټاکئ چې ستاسو خوب پوره او د سهار له وخته پاڅېدل درته ستونزمن نه وي. د دې له پاره چې یادې چارې مو په منظم ډول سرته رسولي وي خپل د خوب وختونه یادداشت کړئ او یو څو ورځې په خپل ټاکلي وخت کې ویده شئ.
 

ـ ورو، ورو هڅه وکړئ د خپل د نوي ټایم خوب سره عادت وکړئ، د ساعت عیارول د ۱۵ دقو په فاصلې سره منظم وخت سره برابر کړی چې تاسو یې غواړی. د هره ورځې ۱۵ دقې د ساعتونو د فاصلې تاسو سره مرسته کوي چې په اسانۍ سره د نوي ټاکل شوي وخت سره عادت وکړئ.

ـ په کوم وخت چې غواړی وېښ شی هغه وخت باندې خپل ساعت عیار کړئ، خپل ساعت په متناوب ډول مه عیار کوئ. کله چې یو وارې زنګ الارم ورکړ نور هغه د ځانه لېرې کېږدئ، تر څو ستاسو د نارمل او عمیق خوب د له منځه تګ لامل نه شي.
 
ـ ثابت قدم پاتې شئ، د خپل پخواني د خوب ټایم بدلول ساده کار نه دی، خو که چېرې تاسو هره ورځ په خپل تقسیم اوقات عمل وکړئ نو هر څه زر او په سرعت به د نوي ټایم سره عادت وکړی.