په شمالي وزيرستان کې له افغانستان څخه د ويشتل شويو توغنديو له امله اته تنه وژل شوي

له شمالي وزيرستان څخه خبرونه وايي ، چې د هغو توغنديو له امله چې له افغانستان څخه ويشتل شوي او د استوګنې پر يوه کور لګېدلي اته تنه وژل شوي دي. دا نه ده څرګنده چې دا توغندي د ناټو ځواکونو له خوا ويشتل شوي او که د افغان ځواکونو له خوا. خوافغان حکومت ويلي ، چې دوی به د پاکستان د دغه ادعا په اړه پلټنه وکړي.