پاکستان کې یوې محکمې دوه کسان د ترهګریزو ډلو سره د مرستې په تور په بند محکوم کړي

روهي (درې نۍ/ ۹ د مرغومي)، د پاکستان په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د دوه ناقونونه ډلو القاعده او جماعت الدعوه لپاره د مرستې ټولو په تور دوه کسانو ته بند سزا ورکړې ده.


په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې دوشنبې په ورځ د جماعت الدعوه ډلې سره په تړاؤ د جومات یو امام غلام رسول رباني ته د يادې بې قانونه ډلې لپاره د مرستو ټولو په جرم د ۲۵ کاله بند سزا ورکړې ده او ورسره یې ۲۲ لکه نغدې کلدارې جرمانه هم ورته ټاکلې.


په غلام رباني تور و چې د کراچۍ په سپر هايي وی مدرسه او جومات یې د جماعت الدعوه د مرستو ټولو لپاره کارول او یادې پیسې یې په هېواد کې د وران کارو فعالیتونو لپاره کارول کېدې.
رباني په نوموړي تورونه رد کړې دي.


بل لور ته محکمې د القاعده غړي محمد شاکرالله ته د پېسو ټولولو په تور د 20 کالو بند او 11 لکه پاکستانیو کلدارو جرمانه ټاکلې ده، چې په افغانستان او کراچۍ کې یې د مرسته شویو پیسو له لارې وران کاري فعالیتونه مخکې وړل کیدل.


د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت په ۲۰۰۳ میلادي القاعده او په ۲۰۱۹ میلادي جماعت الدعوه ډلې ناقونونه ډلې ګرځولې دي.