کانونو او پټرولیم وزارت: افغانستان کې به د ټاپي نل لیکې کارونه راتلونکي کال پېل شي

روهي (درې نۍ/ ۹ د مرغومي)، افغان چارواکي وایي، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ټاپي ګازو پایپ لاین چې ۱۸۰۰کیلومتره واټن لري کارونه به یې راتلونکي میلادي کال کې پیل شي.


د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدر مطفي وایي چې د یادې پروژې ټولې تخنیکي ستونزې حل شوې او راتلونکي کال به یې عملاً کارونه په افغانستان کې له هرات ولایت را پېل شي.


د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ دا پروژه له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته تیریږي، چې د افغان چارواکو په وینا د نورو ګڼو اقتصادي او امنیتي ګټو ترڅنګ به ددې پروژې له لارې ګڼو افغانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.