د مسعود نېږدي کس او د جمعيت ګوند قومندان؛ جنرال ګدا ومړ 

روهي (درې نۍ/۹ د مرغومي)، د ډګرجنرال ګدا محمد خالد په نوم د جمعيت ګوند يو پوځي کس ومړ. جنرال ګدا له تېر څه وخت ناروغ وو او نن ورځ روغتون کې ومړ. 

نوموړی د جمعيت ګوند د پوځي قومندان احمد شاه مسعود له نېږدې کسانو او هغه مهال چې د طالبانو او شمال ټلوالې ترمنځ جګړه روانه وه، نوموړی د جګړې ځيني مهم سنګرونه له ځان سره لرل. 

دی د کابل په شمالي برخو، پنجشير او پروان ولايتونو کې د طالبانو پر وړاندې په جګړې بوخت وو. د طالبانو حکومت له ړنګېدو وروسته جنرال ګدا په نوي‌حکومت کې په يو شمېر  مهم دندو کار کړی. 

د جمعيت ګوند جنجالي مشر صلاح الدين رباني او د ياد ګوند اجرائيوي رئيس عطا محمد نور د نوموړي پر مړينې د خواشينی پيغامونه شريک کړي‌ دي.