یوناما یو ځل بیا له افغان سولې پروسې او د خبرو د دوهم پړاو د پېل لپاره د همکاریو او ملاتړ ډاډ ورکړی

روهي (درې نۍ/۹ د مرغومي)، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د بهرنیو چارو وزیر پرون په افغانستان کې د ملګرو له ځانګړي استازي دیبورا لاینز سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې موخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې، چې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازي سره د بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې د افغان سولې پروسې په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو اړوند سازمونو او په ځانګړې توګه د یوناما د رول قدرني وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې لاینز له اتمر سره په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو لخوا په افغانستان کې د پلي کیدونکو پروګرامونو په اړه مالومات ورکړل او یو ځل بیا یې ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د خبرو اترو د بیا پېل سره به د سولې او ثبات لپاره د یوناما هڅې دوام لري.