ولسمشر غني: ډېر په ویاړ خبر شوم چې راشد خان د لسیزې غوره لوبغاړی شو

روهي (درې نۍ/۹ د مرغومي)، د کریکټ نړیوالې شورا لخوا د لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه د راشد خان د اعلان وروسته ولسمشر غني دا د ډېر ویاړ خبر بللی.

ولسمشر غني له هغه وروسته چې پرون د کریکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان د شل اوریزه لوبو د لسیزې غوره لوبغاړی اعلان کړ ویلې، چې دا خبر یې په خورا ویاړ ترلاسه کړ، چې د ملي لوبډلې او نړۍ په کچه ستوری راشد خان د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا د لسیزې غوره لوبغاړی ټاکل شوی دی

نوموړي راشد خان او په بېلابېلو برخو کې ده ته ورته اتلې پېغلې او ځوانان د نوي افغانستان استازي بللي او دوی یې دوی د افغانستان د ځوان نسل سرلاري او د تېرو شلو کلونو د لاس ته راوړنو، نویو ارزښتونو، پرمختګونو او غږ پورته کولو ساتونکي اتلان یاد کړي.

ولسمشر غني وایي، افغانان ځوانانو ته به د هېواد د راتلونکي سرمایې د ساتلو په توګه په خپلو لومړيتوبونو کې ځای ورکړي او په دې اړه زیاتوي،" دا ځوانان پېغلې د اوسني آزاد او پرمختللي افغانستان هغه رسا غږ او واضح تصویر دی چې په بېلابېلو نړیوالو سټېجونو د خپل ملت استازولي کوي او د ولس رښتینی غږ، قوي اراده، لوړ ارزښتونه او لوی ارمانونه له نړۍ سره شریکوي".

د یادونې وړ ده، چې افغان کریکټ ملي لوبغاړی راشد خان چې څلور کاله یې نړیوال کریکټ ته د راتګ کیږي پرون د کریکټ نړیوالې شورا لخوا د تېرې لسیزې د کریکټ د شل اوره لوبو د لسیزې غوره لوبغاړی وټاکل شو.