صالح: درې سناتورانو لسګونه زره ډالر جيب ته وهل خو ومونېول 

روهي (درې نۍ/۹ د مرغومي)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د بلخ ولايت په خيرتان بندر کې د مشرانو جرګې د درېيو رشوت اخېستونکو غړو د نېونې خبر پخلی کړی دی. 

امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې ياد کسان د رشوت اخېستو پر مهال د ثبوتونو سره نېول شوي دي. د ولسمشر لومړي مرستيال لېکلي دي چې دا د مستندو نېونو يوه وړه بېلګه او پيل دی. 

مشرانو جرګه کې د فارياب ولايت استازی محمد انور باشلق، د سرپل ولايت استازی محمد عظیم قویاش او د خوست ولايت استازې لیاقت الله بابکرخیل دوه ورځې وړاندې د ملي امنيت له خوا ونېول شول. 

د ولسمشر لومړي مرستيال لېکلي دي چې دا ډول نېونې د هغه کسانو لپاره چې رشوت اخلي يو عبرت دی او له دې وروسته به ډېر په اسانۍ سره ونه شي کولی رشوت واخلي.