لا یې هم برخلیک نامالوم دی؛ غزني کې یو طالب قوماندان د خپل ورور د نیونې په غبرګون کې ۲۵ تنه ولسي کسان تښتولي

روهي(درې نۍ/۹ د مرغومي)، د راپورونو له مخې ویل کیږي چې په غزني کې د محلي پولیسو لخوا د یو طالب قوماندان د ورور او ملګري د نیونې په غبرګون کې یاد قوماندان ۲۵ تنه ولسي افغانان برمته کړې دي.


یاد کسان چې د پرون د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې تښتول شوي د غزني ځایي چارواکي یې لا هم د برخلیک په اړه مالومات نه لري.


د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامران په دې اړه له رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړې ده، چې طالب قوماندان د خپل ورور او یو ملګري د نیولو په ځواب کې یې ۶ کسان یکشنبه او ۱۹ کسان پرون دوو شنبه له لارو کښته کړي دي او له ځان سره یې وړې دي.


په غزني کې ددې تښتول شویو کسانو برخلیک لا هم مالوم نه دی او تر اوسه طالبانو هم په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلې.


تښتول شوې کسان ددې ولایت د جاغوري او قره باغ ولسوالیو اوسیدونکي دي.