د سازمان چاپېریال   

څرګنده ده چې د هر سازمان داخل او بېرون کې یو لړ فکتورونه شتون لري، چې دغه فکتورونه د نوموړی سازمان تصمیم نېونې، پلانونه، ستراتیژیانې او نور کړه وړه د خپل تاثیر لاندې راولي، د همدغه فکتورونو مجموعې ته د نوموړي سازمان چاپېریال یا محیط ویل کېږي. که چېرې یو سازمان غواړي چې په مارکېټ کې خپل شتون تضمین کړي، نو اړینه ده خپل داخلي او بېروني چاپېریالونه په منظمه توګه وڅېړي، پایلې ځینې واخلي، او د اعظمي ګټې ترلاسه کولو لپاره یې وکاروي.
 
د یوه سازمان چاپېریال په دوه برخو ویشلای شو، لومړی د سازمان داخلي یا کورنی چاپېریال، دوهم د سازمان بهرنی چاپېریال، بهرنی چاپېریال بیا په دوه برخو وېشل کېږي چې عبارت دي له واړه او لوی چاپېریالونو څخه، راځئ چې دغه چاپېریالونه په لنډ ډول مطالعه کړو.
 

  • کورنی یا داخلي چاپېریال
په کورني چاپېریال کې ټول هغه فکتورونه شامل دي، کوم چې په سازمان کې دننه شتون لري، او سازمان کولای شي دغه فکتورونه کنترول کړي. دغه فکتورونه په لاندې ډول دي:
 
الف) د ارزښتونو سیستم: عبارت له هغه قانوني چوکاټ څخه دی چې،د سازمان ټول کارکوونکي باید د نوموړي چوکاټ دننه خپل فعالیتونو مخکې بوځي. دغه چوکاټ د سازمان له کلتور او فرهنګ، کاري پروسوو، د مدیریت له کړنو او د سازمان له قواعدو څخه جوړېږي. د ارزښتونو سیستم د داخلي فکتورونو له ډلې شمېرل کېږي، چې کنترول او واک یې د سازمان په لاس کې دی، او هر وخت چې وغواړي بدلونونه پکې راوستلای شي.
 
ب) لیدلوری، ماموریت، او موخې: هر سازمان وېژن یا لیدلوری، میشن یا ماموریت او ځانګړې موخې لري،او هڅه کوي ترڅو د خپلو فعالیتونو په پایله کې یې ترلاسه کړي. لیدلوری، ماموریت او موخې هم د داخلي فکتورونو له جملې څخه دي، او سازمان اړباسي ترڅو خپلې تګلارې، پلانونه او ټول کړه، وړه د دوی په چوکاټ کې ترسره کړي.
 
ج) د تشکیلاتو جوړښت: د تشکیلاتو جوړښت راته ښيي چې په سازمان کې باید څوک چاته راپور ورکړي، څوک له چا څخه راپور واخلي، څوک تصمیمونه ونیسي، د هر شخص نقش، رول او دنده څه ده. د تشکیلاتو جوړښت هم د داخلي فکتورونو له جملې څخه ده چې د سازمان تصامیم تر اغېز لاندې راولي، او سازمان کولای شي کنترول یې کړي.
 
د) د سازمان کلتور او فرهنګ: په لنډو ټکو کې ویلای شو چې د سازمان کلتور د سازمان  له هغو عقایدو، ارزښتونو او رویو څخه عبارت ده، کوم چې د سازمان د کارکوونکو د عمل او عکس العمل په پایله کې رامنځ ته شوي. دا فکتور هم د داخلي فکتورونو له جملې څخه دی.
 
ه) بشري سرچینې: بشري سرچینې د سازمان له ډېرو با ارزښته سرچېنو څخه شمېرل کېږي، چې حتی د سازمان بریا او ناکامي ټاکي. بشري سرچینې هم د داخلي فکتورونو له ډلې شمېرل کېږي.
 
و) فزیکي سرچینې او تخنیکي وړتیاوې: هغه سرچینې چې فزیکي شکل لري د فزیکي سرچینو په نوم یادیږي د بېلګې په ډول ماشینونه او تجهیزات. له بل اړخه تخنیکي وړتیاوې هغه وړتیاوې دي چې له مخې یې سازمان کولای شي بېلابېلې ټېکنالوژیانې په غوره ډول وکاروي. دغه دوه فکتورونه هم د داخلي فکتورونو له ډلې دي.
 
  • بهرنی چاپېریال
هغه فکتورونه چې د سازمان څخه دباندې شتون لري، او د سازمان تصمیمونه تر اغېز لاندې راولي د بهرنی چاپېریال په نوم، نومول شوي. دغه فکتورنو د داخلي فکتورو پرخلاف د کنترول وړ ندي. لکه څرنګه مو چې مخکې وویل، بهرنی چاپېریال دوه برخې لري، یو یې کوچنی او دوهم یې لوی چاپېریال نومېږي.
 
کوچنی بهرنی چاپېریال
د هغه فکتورونو څخه عبارت دی، چې یوازې یو ځانګړي صنعت تر اغېز لاندې راولي، او ټولو صنعتونو ته عبور نه کوي. د کوچني چاپېریال فکتورونه په لاندې ډول دي.
 
الف) رقیبان یا سیالان: ټول هغه سازمانونه چې په ورته صنعت کې فعالیت کوي د یوه سازمان د رقیبانو پنوم یادېږي. رقیبان کولای شي، د یوه سازمان تصمیمونه تر خپل اغېز لاندې راولي، نو پر دې اساس سازمان اړتیا لري چې خپل رقیبان په پرله پسې ډول په ښه توګه تحلیل او تجزیه کړي.
 
ب) د خامو موادو برابرونکي: ټول هغه سازمانونه چې د خامو موادو په برابرولو کې له یوه سازمان سره مرسته کوي د خامونو موادو د برابرونکو پنوم یادېږي. دغه سازمانونه کولای شي مونږ تر خپلې اغېزې لاندې راولي، نو پر دې بنسټ، اړینه ده چې په متواتر ډول تحلیل او تجزیه شي.
 
ج) پېرودونکي: د پېرودونکو رضایت او خوښي د هر سازمان اصلي موخه ده، که چېرې پېرودونکي خوشاله او راضي نوي، نو د سازمان خرڅلاو او عاید ورسره کمېږي، او په اوږدمهال کې سازمان له ناکامۍ سره مخامخوي.
 
د) وساطت کوونکي: ټول هغه افراد، اشخاص او سازمانونه چې د یوه شرکت او پېرودونکو ترمنځ شتون لري د وساطت کوونکو پنوم یادېږي، د بېلګې په ډول، عمده او پرچون خرڅونکي. وساطت کوونکي هم باید په ښه ډول وڅېړل شي، او له مخې یې د سازمان لپاره مفید او مثمر پلانونه جوړ شي.
 
ه) سهم یا ونډه لرونکي: ټول هغه افراد او اشخاص چې د یوه شرکت سهمونه یې اخیستي وي، د نوموړي شرکت سهم لرونکي شمېرل کېږي. د سهم لرونکو فعالیتونه هم کولای شي د سازمان تصامیم تر خپل اغېز لاندې راولي.
 
و) رسنۍ: نن، سبا د رسنیو ځواکمنتیا څرګنده ده، چې کولای شي د یوه شرکت انځور خلکو ته ښه یا هم بد معرفي کړي، نو پردې اساس رسنۍ هم باید تحلیل او تجزیه شي، او په داسې ډول وکارول شي چې د کمپنۍ مثبت انځور ټولنې ته وړاندې کړي.
 
لوی بهرنی چاپېریال
لوی بهرني چاپېریال کې هغه فکتورونه شتون لري، کوم چې له یو څخه ډېر صنعتونه حتی ټول صنعتونه تر خپل اغېز لاندې راولي، دغه فکتورونه په لاندې ډول دي.
 
الف) سیاسي عوامل: سیاسي فکتورونه لکه د حکومت پالیسیانې، سیاسي ثبات او بې ثباتي، د بهرني تجارت پالیسي، د مالیاتو پاليسي، د کار قانون اوداسي نور کولای شي ډېری صنعتونه تر خپل اغېز لاندې راولي.
 
ب) اقتصادي عوامل: اقتصادي عوامل لکه اقتصادي پرمختګ، د اسعارو نرخ، قېمتي، د سود کچه او داسې نور د لوی چاپېریال له فکتورونو شمېرل کېږي، چې په عین وخت کې ډېری او یا ټول صنعتونه تر تاثیر لاندې راولي.
 
ج) ټولنیز فکتورونه: د وګړو بېلابېلې ځانګړتیاوې، ټولنیز فکتورونه ګنل کېږي، د بېلګې په ډول د وګړو زیاتېدل، د وګړو د پوهې کچه، د وګړو د ژوند ډول، د وګړو رویه او داسې نور. دغه عوامل هم د لوی چاپېریال له فکتورونو شمېرل کېږي.
 
د) ټېکنالوژي: ټېکنالوژی هم کولای شي د یوه سازمان تصامیم په درې ډوله تر خپل اغېز لاندې راولي. لومړي دا چې د تولید نوې لارې رامنځ ته کړي، دوهم دا چې د تولیداتو د وېش نوې لارې، چارې پیدا کړي، او دریم دا چې د پېرودونکو سره د اړیکې نیولو نوې لارې را په ګوته کړي.
 
ه) محیطي فکتورنه: محیطي فکتورنه لکه د چاپېریال ککړتیا، په چاپېریال کې د کاربون کچه، طبعی سرچینې او داسې نور د لوی چاپېریال عوامل ګڼل کېږي، چې سازمان باید ددې فکتورونو نظر کې نیولو سره خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
 
و) قانوني فکتور: کله چې یو سازمان فعالیت کوي نو اړینه ده وپوهېږي چې کوم فعالیت قانوني او کوم غیرې قانوني دی، د بېلګې په ډول د چرسو کاروبار غیرې قانوني دی. دغه فکتور هم د لوی چاپېریال له عواملو ګڼل کېږي، او یوه سازمان ته اړینه ده ترې خبر واوسي او په رڼا کې یې خپل فعالیتونه مخکې بوځي.
 
پای