د فضل الرحمن او عمران خان جنجال: مولانا وايي چې عمران خان د پاکستان اقتصاد صفر کړ 

روهي (دوه نۍ/۸ د مرغومي)، پاکستان کې د حکومت او اپوزېسيون ترمنځ د سياسي کړکېچونو په لړ کې د حکومت پر وړاندې د پاکستان د ديموکراسۍ غورځنګ او د پاکستان د جمعيت اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن نن دوشنبه يو ځل بيا پر لومړي وزير عمران توندې نيوکې کړې دي. 

فضل الرحمن چې يوې ناستې ته یې وينا کوله ويلي‌ دي چې د عمران  خان حکومت د درغليو په پايله کې رامنځ ته شوی دی او هغه پاکستانيان چې له داسې حکومت ملاتړ کوي هم ملامت او مجرمين دي. 

نوموړي د پاکستان د بد اقتصادي وضعيت په اړه ويلي دي او زياته کړې ده چې د عمران خان په حکومت کې د پاکستان اقتصاد صفر شو او د کوم هېواد چې اقتصادي وضعيت خراب شي هر څه یې خرابيږي. 

مولانا فضل الرحمن ويلي چې د پاکستان اوسنی حکومت مشروعيت نه لري او په څوکيو ناست کسان یې په غېر قانوني توګه دندې تر سره کوي. 

د يادونې ده چې د عمران خان حکومت له يوې خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ او له بلې خوا د سياسي ګوندونو څخه د جوړ شوي اپوزېسيون تر فشار او نيوکو لاندې دی.