روهي (دوه نۍ/۸ د مرغومي)، د ولسي جرګې په نننۍ عمومي ناسته کې د عامې روغتيا وزير جواد احمد عثماني او د چاپيريال ساتنې ملي ادارې رئيس شاه زمان ميوندي د کرونا ويروس د دويمې څپې او د هوا د ککړتيا په تړاو د مالوماتو لپاره غوښتل شوي وو.
نننۍ ناستې ته د کابل ښاروال داود سلطان زوی هم غوښتل شوی وو، خو نوموړی نه وو ورغلی. ولسي جرګې ته د کابل ښاروال داود سلطان زوی نه ورته وکيلان په غوسه کړي وو.
وکیلانو ويلي چې داود سلطان زوی له دې وړاندې هم د ولسي جرګې پرېکړو ته درناوی نه دی کړی. دوی د يو پرېکړه لیک له لارې لویې څارنوالۍ ته د داود سلطان زوی د معرفي کولو غوښتنه کړې.
تر اوسه کابل ښاروالۍ او يا هم په خپله داود سلطان زوی د ولسي جرګې د يادې پرېکړې په اړه څه نه دي ويلي.
وروستي