لویې څارنوالي وايي چې د مشرانو جرګې درې غړي د رشوت اخېستو پر مهال (بل الفعل) نېول شوي 

روهي (دوه نۍ/۸ د مرغومي)، مشرانو جرګه کې د فارياب ولايت استازی محمد انور باشلق، د سرپل ولايت استازی محمد عظیم قویاش او د خوست ولايت استازې لیاقت الله بابکرخیل مزار شريف کې د ۴۰ زره امريکايي ډالرو رشوت اخېستو پر مهال نېول شوي‌ دي. 

پورته څرګندونې د لویې څارونوالۍ وياند جمشيد رسولي رسنيو ته کړې دي او ويلي دي چې يا کسان د رشوت اخېستو پر مهال يا بل الفعل نېول شوي دي او دوسيې یې څارنوالۍ ته استول شوې دي. 

د بلخ والي فرهاد عظيمي هم د يادې پېښې تائيد کړی دی او ويلي دي چې ياد درې تنه د مشرانو جرګې غړي له ثبوتونو سره نېول شوي‌ دي، چې ۴۰ زره ډالر رشوت یې اخېستلو. ځيني نورو سرچينو بيا رسنيو ته ويلي دي، چې ياد کسانو سل زره امريکايي ډالر رشوت اخېستلی وو. 

له بلې خوا سرچينې وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د خوست استازي لياقت الله بابکرخېل او د فارياب استازي محمد انور باشلق غړېتوبونه په مشرانو جرګه کې لغوه کړې دي.