د جنرال هارورډ او جنرال مارټن له خوست څخه ليدنه وکړه

 په افغانستان کې د امریکایي قواوو لوړ پوړو چارواکو او د افغانستان د محبسینو عمومي مسوول  جنرال جمشېد او د جنایي عمومي ریس جنبېش د خوست ولایت څخه د لیدنې په ترڅ کې خوست والي عبدالجبارنیعمي سره په خوست کې دعدلي او قضایي ارګانونو د پیاوړتیا او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې اوږدې هراړخیزې خبرې وکړې .
یاده لیدنه د روان لمریز لېږدیز کال د مرغومي میاشتې په ۲۲ مه نېټه د امریکایي قواوو لوړ پوړو چارواکو ، جنرال مارټن  او جنرال هارورډ  سره په خوست ولایت  کې د عدلي او قضایي ارګانونو د تجهیز، اکمال او د کاري ظرفیت لوړونې په موخه ترسره شوه .
په سر کې خوست والي عبدالجبارنعیمي د عدلي او قضایي ارګانونو په پياوړتیا ، تجهیز ، اکمال  او ظرفیت لوړونه ټینګار وکړ.
د ده په خبره په یوه ټولنه کې د ټولنیز عدالت تامین اود قانون حاکمیت هر ډول پرمختګ ته لار هواروي. په دولتي ادارو د خلکو باور غښتلی کوي . او ترڅنګ یې دولت او ولس سره نږدې کولای شي.
والي نعیمي وویل ، په تېرو څو میاشتو کې مو جدي هڅې پيل کړي ، ترڅو وکولای شو، د اړتیا سره سمې عدلي او قضایي ادارې ولرو.
د یادو امریکایي جنرالانو سره د خوست والي لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي ، چې په پلازمېنه کابل کې د کورنیو چارو د وزیر سترجنرال بسم الله خان محمدي ، د عدلیې وزیر حبیب الله غالب او د خوست والي عبدالجبارنعیمي ترمنځ یوه تفاهنما لاسلیک کړي ده ، چې په کې راغلي دي .
په راتلونکي کې به په خوست ولایت کې د جنایي پولیسو ، ملي امنیت او د څارنوالیو د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د زده کړې پياوړی بنسټيز مرکز جوړیږي . چې نوموړی مرکز به  د لومړنیو زده کړو ، مالوماتونواو تحقیقاتو لپاره به له ټولو سامان آلاتو څخه برخمن وي ، چې د هغې په زده کړه او وسایلو سره به د مجرمینو د جرم په تثبیت کې مهم رول ولوبوي .
یاد مرکز به په خوست ولايت کې د جنایي پولیسو ، ملي امنیت او څارنوالیو  تر مينځ  د لاهمکارۍ  ايجادولولپاره   دلارښود په توګه کار ورکړي  ، د جناېې تحقيقاتو دا نوی مرکز او ورسره د حرفوي او تخنيکې زده کړو ادارې تر مينځ همغږۍ به وکولای شي چې د خوست ولايت مرکز او لرې سيمو کې امنيت لا ښه ټينګ کړي.            
د یادولو وړ ده ، چې د دې مرکز جوړولو تفاهنما د خوست والي عبدالجبارنعیمي په زیاتو هلو ځلوترسره کیږي ، چې دهېواد په کچه کم ولایتونه ترې برخمن دي ، چې په دادی ، په نږدې وخت کې به ددې مرکز د جوړېدو څخه د زون په کچه خوست ولایت برخمن شي .
په تفاهنما کې راغلي ، چې په دې وروستیو کې دخوست ولایت پرمختګونو ،ښې حکومتدارۍ ،  نوښتونو، ښه امنیت رامنځته کول ، اداري اصلاحاتو، د اداري فساد سره د ګړندۍ مبارزې له امله یاد مرکز جوړیږي ،   او همداشان  په دوام یې راغلي ، چې  خوست اوسمهال د ښو کدرونو برخمن او په یوه سوداګریز مرکز بدل شوی دی ، نو په کار ده ، چې  په خوست ولایت کې دغه ډول مرکز جوړ شي ، ترڅو د خوست خلک او یاد ارګانونه نورپرمختګونه هم تر لاسه کړي .