د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې د کابل پولیسو شمېر به دوه برابره کړي

روهي (دوه نۍ/ ۸ د مرغومي)، په کابل کې د وروستیو ناامنیو پېښو وروسته اوس د ولسمشرۍ لومړی مرستیال امرالله صالح خبرداری ورکړی چې د کابل پولیسو شمېر به دوه برابره کړي.

صالح وايي، چې اوسني نفوس ته په کتو د امنیت د تامین سره هممهاله هم کابل د نړۍ په تېره د دریمې نړۍ هېوادونو په کچه د وګړو له تناسب ډېر کم پولیس لري، صالح همدا راز وايي، چې کابل د شاوخوا غرونو د پوستو د امنیت د تامین مسوولیت له پولیسو د ملي پوځ ځواکونو ته ورکړل شوی دی. 

صالح داسې مهال په کابل کې  د پولیسو د شمېر د ډېریدو خبرداری  ورکړی چې په وروستیو کې په دې ښار کې  بمي چادونې او د ترور پېښې ډېرې شوې دي چې د راپورونو پر اساس په نږدې تېرو لسو ورځو کې په کابل کې د بېلابېلو پېښو پر مهال تر سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.