شپږ کسان په کې ټپيان شوي دي؛ د نن ماذديګر چاودنه د احصايې ادارې پر کارمندانو شوې 

روهي (دوه نۍ/۸ د مرغومي)، نن ماذديګر د کابل ښار اوومې امنيتي‌حوزې اړوند ګذر ګاه پُل سره چاودنه شوې چې شپږ کسان په کې ټپيان شوي‌ دي. امنيتي مسوولينو د پېښې پخلی کړی. 

د کابل پوليسو ويلي دي چې چادېدونکي توکي په يو بايسيکل کې ځای پر ځای شوي وو او د احصايي ملي ادارې پر کارمندانو شوی دی. تر اوسه د پېښې مسووليت چا نه دی منلی. 

د يادونې ده چې نن سهار هم  کابل ښار  يوه چاودنه شوې چې د امنيتي کسانو په وينا دوه کسان په کې ټپيان شوي‌ دي.