هلمند کې ۴۰ بېوزلو مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوه

روهي (دوه نۍ/ ۸ د مرغومي)، د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي مرسته ددې ولایت  ۴۰ بېوزلو مېرمنو ته په خپلو کورونو کې د مرخېړیو روزنې په برخه کې د کار زمینه برابره کړه.

دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د مرخېړیو روزنې د ۱۵ اړینو توکو په وېش سره برابره شوې ده.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت  ۴۰ بېوزله مېرمنې د مرخېړیو د تولید او پروسس په برخه کې روزل شوي دي، چې پر یادو مېرمنو د مرخېړیو د روزنې اړونده توکي هم وېشل شوي دي، ترڅو دوی په خپلو کورونو کې په کار بوختې شي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې ورڅخه پوره کړي.

باید وویل شي، چې تر دې مخکې هم د هلمند په ولایت کې سلګونو بېوزلو مېرمنو ته د کرنې او خوړو پروسس په برخه کې د کارزمینه برابره شوې وه.