هیڅوک خوندي نه دي افغانستان کې د خبریالانو ګواښونکی ژوند...

روهي ( دوه نۍ/  ۸ د مرغومي)، افغانستان کې خبريالان اندېښنه لري چې د رسنيزو او مدني فعالانو وژل د پېښو او واقعيتونو سانسورولو لامل ګرځي.
 
دوی پر حکومت تور پورې کوي چې د بشري حقونو او مدني فعالينو او خبريالانو د ژوند په خوندیتوب کې پاتې راغلی دی.
 
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر سیاسي، مدني او رسنیزو فعالانو بریدونه د بیان ازادي او ولسواکي باندې بریدونه بولي او وايي حکومت دا هدفي بریدونه زغملی نه شي.
 
د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، امنیتي ځواکونو تېره اوونۍ ۱۹۵ مجرمین نیولي چې له ډلې يې ۱۴۳ کسان په ترهګریزو فعاليتونو کې ښکېل و.
 
وروستیو میاشتو کې په خبریالانو، مدني او سیاسي فعالانو په کابل او ولایتونو کې هدفي بریدونه ډېر شوي چې ټولنه کې یې په خبریالانو،سیاسی فعالانو اغیز زیات کړی چې ډېرې نیوکې هم د امنیتي ادارو پر چلن کېږي.
 
د رسنیو او د یما سیاوش کورنۍ له یو نیم میاشت کلکو نیوکو او پرله‌پسې غوښتنو وروسته د ملي امنیت ریاست مسوولین وایي، د یما سیاوش ترور په تړاو درې کسان نیول شوي او د یادې قضیې په اړه لا هم څېړنې روانې دي.
 

ورته مهال کورنیو چارو وزارت وایي، درې کسان د یما سیاوش، یو کس د الیاس داعي او دوه کسان د ملالۍ میوند وژلو په تور نیول شوي، د وسله‌والو طالبانو یو غړی د رحمت الله نېکزاد په وژلو تورن دی، خو لا هم نه دی نیول شوی.
 
افغانستان کې پر خبريالانو د وروستيو بريدونو، د خبريالانو د خونديتوب؛ حکومت او رسنيو ترمنځ د اړيکو په اړه، د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې يا نۍ  رئيس مجيب خلوتګر وایي " سږ کال تر دې دمه ۱۱ خبریالان وژل شوي او همدا شان تر لسو زیاتې د تاوتریخوالي پیښې ثبت شوي. "حلوتګر وایي چې د امنیت ستونزه،اطلاعاتو ته د لاس رسي،اقتصادي ستونزو ترڅنګ د څیړنیزو راپورونو کچه په ډیری رسنیو کې تر صفر رسیدلي.
 
کورنیو چارو وزارت بیا ویلي د الیاس داعي، فرشته کوهستانۍ، د وژلو مسوول طالبان او د ملالې میوند د وژنې مسوول داعش ډله ده.
 
 د خبریالانو خوندیتوب کمیته وایي د خبریالانو او مدني فعالانو خوندیتوب او د امنیت تامین لپاره دې یو ټولیز لارښود چمتو کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼه کې ویلي،  ولسمشر امنیتي او دفاعي ارګانونو ته سپارښتنه کړې، چې د یادو تروریستي پېښو عاملین ونیسي او سخته سزا ورکړي.
 
حلوتګر پر حکومت تور پورې کړ چې د خبريالانو د ژوند خونديتوب برخه کې بې پروايي کوي.
 
د هغه په وينا، "امنيتي ارګانونه بايد د خبريالانو او مدني فعالانو خونديتوب لپاره ځانګړې طرحه جوړه او له خبريالانو سره يې شريکه کړي".
 

وروستیو اونیو کې کابل کې د افغانستان بانک رسنیز سلاکار او د طلوع پخوانی خبریال یما سیاوش، هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي، ننګرهار کې د انعکاس تلوېزون ویانده ملاله میوند، غزني کې د الجزیره او اسوشېټېډ پرېس خبریال رحمت الله نېکزاد، کابل کې د اریانا تلوېزون ویاند فردین امیني، د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايي مشر یوسف رشید او کاپیسا کې مدني او د ښځو حقونو فعاله فرشته کوهستاني ووژل شوه چې د کابل په ګډون ولایتونو کې یې سختې اندیښنې راپورته کړي.