د ملي امنیت ځواکونو په بلخ ولایت کې د افغانستان د ملي  شورا درې تنه سناتوران د رشوت په تور نیولي

روهي (دوه نۍ/ ۸ د مرغومي)، د افغانستان لویه څارنوالي  او ملي  امنیت ادارې خبرداری ورکوي  چې  په بلخ ولایت کې یې  د افغانستان د ملي  شورا دې سناتوران د بډو اخیستو په تور لاس په لاس نیولي دي.

د لویي څارنوالۍ له لوري په همدې موخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ملي  امنیت ځواکونو په بلخ ولایت کې درې  تنه سناتوران د ۴۰ زره امریکايي ډالرو د رشوت په تور نیول شوې دي.

د راپورونو له مخې دغه درې نیول شوي سناتوران په مشرانو جرګه کې، د فاریاب، سرپل او خوست ولایتونو استازیتوب کوي، چې ویل کیږي د مشرانو جرګې د کنټرول او څارنې د لوی څارنوالۍ د نمایندګیو په همغږۍ د یو شمیر موضوعاتو د څارنې او پرمختګ لپاره بلخ ولایت ته تللي و.