خوست: کې دهغو لوحو د نصبېدو کار پيل شو، چې د الله پاک نومونه ،  د سولې په اړه آياتونه او نبوي احديث پرې  يیکل شوي دي :

د روان لمریز لېږدیز کال د مرغومي په ۲۲ مه نېټه دخوست ولایت مقام د غونډو او کنفرانسونو  په تلار کې په هغه جوړ شوي خبري کنفرانس کې ، چې د خوست والي ویاندمبارزمحمدځدراڼ  له خوا د نړیوالو ، سیمه ایزو او ځایي مطبوعاتو پر وړاندې یې د لوحو  لګولوڅخه یادونه وکړه .
 ویاند وویل ، شاوخوا ۴۰ ورځې وړاندې  خوست والي عبدالجبارنعیمي تصمیم ونیوه، چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د الله پاک نومونه ، کلیمه طیبه ، ښارته د ننوتلو او وتلو دعاګانې ، د خلکو د ځان اومال د ساتنې دعاګانې ، د سولې دارزښت او اهمیت په اړه  ، ښوونې روزنې ، د قومونو ترمنځ د ښه ژوندتېرولو ، د ګاونډيانو ترمنځ د ښه چلند، د نشه یي توکو څخه د ځان ژغورلو ، چاپېریال ساتنې  اود نورو  ناروا عملونو څخه د مخنیوي په برخه کې ایتونه او نبوي احدیث راټول او د اساسي لوحو په بڼه په مرکز او ولسوالیو کې نصب شي .ترڅو له یوې خوا په مرکز ، کلیو او بانډو کې د دې په اساس الهي رحمتونه او برکتونه نازل شي او له بله لوري د سیمې خلک په دې وپوهیږي ،  هغه څه چې اسلام ناروا ګڼلي دي ، ترې ځانونه وساتي او د روا کارونو څخه درېغ ونه کړي .ویاندمبارزمحمدځدراڼ زیاته کړه ، دوی په دې باور لري ، چې د دې لوحو په نصبولو سره به  سیمه وال مثبت پيغام واخلي ، داسې پيغام چې له مخې به یې په خپلو کې د شخړو، لانجو او کرکو پرځای د ورورۍ ژوند ته مخه کړي . خپل اولادونه به د سبا ورځې د روښانه راتلونکي لپاره  ښوونځيو او مدرسو ته ولېږي ، ترڅویې اولادونه د ټوپک او نورې سلاح پرځای د قلم او کتاب چل زده کړي او په راتلونکي کې له عصري او دیني علومو څخه برخمن شي .
ځدراڼ وویل ، خوست والي په دې برخه کې کمیسیون وټاکه ، چې په دغه کمیسیون کې مفتي حبیب الرحمن خوستي ، د پوهنې ریس انجنیر بخته نوربختیار، د ملي پخلاینې ریس محمداسماعیل ، د اطلاعات اوکولتور ریس محمدامین شاه الفت ، د خوست د صنفي اتحادیې مرستیال انعام رحماني  او د ولایت مقام ویاند مبارزمحمدځدراڼ برخه لرله .
د ده په خبره چې لومړنۍ غونډه یوه میاشت وړاندې یاد کمیسیون له خوست والي عبدالجبارنعیمي سره ترسره کړه . چې په کې د عملي کار د پيلېدو په اړه خبرې وشوې او په ترڅ کې یې د ژر پيلېدو په اړه  تصمیمونه ونیول شول .
ده وویل ، ټاکل شوي کمیسیون شپه ورځ هلې ځلې وکړې ، چې په لړ کې یې په ټاکل شویو موضوع ګانو ایتونه او احدیث  راټول او بیا یې په اکثریت سره په تصویب ورسول .چې دادی ، نن یې یوه برخه چې د الله پاک ۹۹ نومونه وو، بشپړه شوي او د نصبېدو کاریې عملي روان دی .
ښاغلي مبارزمحمدځدراڼ په خپلو خبرو کې زیاتوله ، چې د خوست والي عبدالجبارنعیمي په هدایت او د کمیسیون د غړو په هلو ځلو یې دسولې ارزښت او اهمیت ته په پام سره هغه ایتونه او احدیث راټول کړي ، چې په کې په سولیز ژوند تېرولو ټینګار شوی .د ده په خبره چې له هغې  څخه به لویې لوحې جوړې او د خوست ولایت  په مرکز او ولسوالیوکې به ولګول شي . ترڅو سیمه وال په دې وپوهیږي ، چې د اسلام مقدس دین سولې ته څومره لومړیتوب او ارزښت  ورکړی دی .
ځدراڼ د سولې د لوحو لګولو په هکله وویل ، داچې افغانان نن ورځ تر بل هرڅه زیات سولې او امن ته اړتیا لر ي او په همدې موخه دهېواد په کچه د سولې او امن د ټينګښت په خاطر رسمي هلې ځلې هم  پيل شوي دي ، نودوی هم  په هېواد او په ځانګړي توګه په خوست ولایت کې د سولې اړتیا او د دولت د وروستیو هلو ځلو په پام کې نیولو سره د سولې په برخه کې د اسلامي احکامو په چوکاټ کې د لوحو لګول پيل کړي دي .ترڅو له امله یې هر وګړی  دې ته وهڅيږي ، چې د سولې په راوستو او د خشونتونو په له منځه وړلو کې پوره ونډه واخلي .
همداشان د ولایت مقام ویاند مبارزمحمدځدراڼ  وویل ، چې په دې ولایت کې د لوی جامع جومات ، د خوست د شېخ زاید پوهنتون ، دخوست دارلعلوم  ، د ځينو لوړپوړیزو جوړو شویو ودانیو او نورو ځایونو لوی ، لوی انځورونه به دولایت په مرکز او اړونده ولسوالیو کې د لوحو په بڼه  ولګول شي ، چې کار یې روان دی .
د والي ویاند مبارزمحمدځدراڼ د وینا په وروستۍ برخه کې له هغو ملي سوداګرو او دوکاندارانو مننه وکړه، چې په دې لاره کې یې ورسره مالي مرستې کړي دي ، خو ده په نورو ملي سوداګرو هم غږ وکړ، چې راشي او په دې نېک کار کې ورسره زیاتې مالي مرستې وکړي ، ترڅو له  خوا یې  اسلامي او افغاني مسوولیت  ادا کړی وي او له لوري یې ولس ته د ګټې رسولو ترڅنګ اجرونه او ثوابونه په برخه شي .
په یاد کنفرانس کې د کمیسیون غړي مفتي حبیب الرحمن خوستي افغانستان یوه اسلامي او مذهبي ټولنه یاده کړه . دده په خبره چې د الله پاک نومونه  ، دعاګانې ،د ایتونواو احدیثو لګول زیات اړین وو، ده په دې برخه کې خوست والي عبدالجبارنعیمي وستایه ، چې د دې نېک کار لپاره یې اقدام کړی .
ده په خپلو خبرو کې وویل، چې جوړې شوي  لوحې زموږ د اسلامي ټولنې لپاره ډېرې ګټورې تمامېدای  شي ،  دده په خبره چې په لیدو یې  لیدونکی  ذکر کوي او خدای ج ورته زیات  ثواب و رکوي .او ترڅنګ یې هغه څوک هم د اجرونو برخمن کیږي ،چې  په دې کار کې یې هلې ځلې کړي وي .
مفتي حبیب الرحمن خوستي په خپلو خبرو کې زیاته کړه ، د دې لوحو په نصبولو سره به په ټولنه کې خلک د اسلامي قانون له غوښتنو خبر شي او له دې څخه به هغه څه زده کړي ، چې اسلامي قانون پرې ټينګار کړی دی .
ده په خپلو خبرو کې وویل ، خوست والي ورته ډاډ ورکړی دی ، چې په مادي او معنوي برخو کې به ورسره مرستې کوي .خو ده بیاهم په خلکو غږ وکړ، چې په دې نېک کار کې دې له کمیسیون سره مالي مرستې وکړي ، ترڅو له زیاتو اجرونو او صدقه جریه څښتنان شي .
یاد مطبوعاتي کنفرانس د ژورنالستانو د پوښتنو او دمسوولو کسانو له لوري د ځواب په ورکولو سره
پای ته ورسېده .
ورځ : پنځم
نېټه :۱۳۸۹/۱۰/۲۲